لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

قريشي : واشنگټن په پروني میزایلي برید  اسلام اباد نۀ وؤ خبر کړی


دپاکستان دبهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي وايي امريکا چې تيره ورځ جنوبي وزيرستان کې د ميزائيلي بريد وړاندې پاکستان خبر کړی نه وؤ.
نن دزيارت په ورځ خبريالانو ته داحوال تيرولو په مهال ښاغلي قريشي وويل ټول هيوادونه بايد ديو بل دخپلواکۍ درناوى وکړي.
دپاکستان دبهرنيو چارو دوزير وينا وه چې دامريکا دگډو ځواکونو دکميټې مشر ايډمرل مائيکل مولن ورته باور ورکړى ؤچې دپاکستان دخپلواکۍ درناوى به کولى شي، ولې دچارشنبې په ورځ چې امريکا په جنوبي وزيرستان کې دميزائيلو کوم بريد وکړو دهغې په هکله يې پاکستان ته دوړاندې څخه وينا نۀ وه کړې.
شاه محمود قريشي وويل کۀ دپولې دپورې غاړې څخه دپاکستان په چارو کې لاس وهنه کيږي نو دا به د اوږدې مودې په لړ کې دامريکا دپاره گټوره ثابته نۀ شي.
دښاغلي قريشي وينا وه دميزائيلو دبريدونو څخه داسې بريښي چې دامريکا پوځ اؤ حکومت خپلو کې بشپړ تماس نۀ لري.
هغۀ وويل په افغانستان کې اتحادي اؤ امريکايي پوځيان هم خپلو کې درابطو نۀ لرلو دکړکيچ سره مخ دي

XS
SM
MD
LG