لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزیرستان کې یوبل امریکایي برید


د پاکستان د استخباراتي ادارو چارواکو ویلي په جنوبي وزیرستان کې د امریکا بغیر پایلټه الوتکې نه دغل شوي میزایلی برید کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي دي.
دا پیښه په داسې حال کې شوې ده چې د امریکا د گډو ځواکونو مشر ایډمرل مائیک مولن نن په اسلام اباد کې د امریکایي حملو پرسر د دواړو هیوادونو په منځ کې پیدا شوي تاو تریخوالې کمولو لپاره پاکستاني مشرانو سره لیدل کړیدي.
ښاغلي مولن دپاکستان صدراعظم یوسف رضا گیلاني او د پوځ مشر اشفاق پرویز کیاني سره جلاجلا لیدل کړي دي. امریکا وایي پاکستان نه جنگیالی افغانستان کې د امریکا ځواکونو پرضد بریدونه کوي.
ولې پاکستان وایي هیواد کې دننه دجنگیالو پرضد عملیاتو حق یوازې دوي ته تر لاسه دې او بل کوم هیواد ته به اجازه ور نه کړي چې په پاکستان کې عملیات وکړي.
بلخوا افغانستان ته په سفر تللي د امریکا د دفاع چارو وزیر ښاغلي رابرټ گیټس ویلي امریکا به د ترهگرو خوندي پټ ځایونه له منځه وړولو په لړ کې پاکستان سره مرسته کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG