لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نواز شريف :  د ترهگرۍ پرضد تړونونه باید څرگند شي


دپاکستان پخواني صدراعظم اؤ دمسلم ليگ(ن) مشر ميا نواز شريف ويلي د پخواني جمهوررئيس پرويز مشرف دواکمنۍ په مهال چې دامريکا سره کوم پټ تړونونه شوي وؤ، هغه بايد مخې ته راوړل شي.
دلندن څخه هيواد ته دبيرته راستنيدنې په مهال دلاهور په هوايي ډگر خبريالانو ته نوموړي وويل د امریکا سره شوي تړونونه معامله به پارلمان کې د بحث لپاره راوړي. |
نوموړي دامريکايي الوتکو له لوري په پاکستاني سيمو کې دکيدونکيو بريدونو غندنه وکړه اؤ وې ويل پاکستان سره دامريکا رويه مناسبه نۀ ده.
ښاغلي شریف زیاته کړه په پنجاب ايالت کې به حکومت دبې ثباته کولو هڅې نۀ بريالۍ کيږي، پيپلز گوند بايد د سازشونو څخه لاس واخلي اؤ ډاگيزه تگلاره خپله کړي.
نواز شريف وويل دهغه گوند دمسلم ليگ(ق) سره دگډ حکومت جوړولو هيڅ اراده نۀ لري اؤ کۀ چرې د(ق) ليگ سره يې ائتلاف کولو نو دجمهوري رياست دټاکنې په مهال به يې کړى ؤ.
پخواني صدراعظم دپرويز مشرف لخوا دلر کړل شوؤ قاضيانو دبيرته پځايې کولوپه اقدام هم نيوکه وکړه اؤ وې ويل حکومت چې په کوم ډول دغه قاضيان پځايې کوي، دهغې څخه داسې بريښي چې حکومت ددريم نومبر امرانه گامونه سم گرځوي چې دا عمل دهيواد اؤ عدليې دپاره دبدقسمتۍ په معني دى.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG