لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ناټو : پاکستاني ځواکونو یې په هیلي کاپټرو ډزې کړې دي


په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ کې ځواکونو ویلي دي چې افغان پاکستان پولې ته نزدې پاکستانی ځواکونو د نړیوالو ځواکونو په هیلي کاپټرو ډزې کړې دي.
ناټو وایی د برید په وخت هیلي کاپټرې یې پاکستان خاورې ته اوړیدلي نه وي.
ناټو زیاتوي پېښه کې چاته زیان رسیدلی نه دی. پاکستانی ځواکونو ویلي دوي په هیلي کاپټرو د خبرداري لپاره ډزې کړي.
اخوا دافغانستان دپولې سره پيوست دپاکستان قبائيلي سيمه باجوړ ايجنسۍ کې دځايې جنگيالو په ضد پوځي عمليات دوام لري اؤ پوځيانو دسلارزو تحصيل کې دجنگيالو سنگرونه هيلي کاپټرو څخه په نخښه کړل چې پکې نور ٤ تندرويان اؤ يو عام وگړى وژل شوي دي.
نن دزيارت په ورځ دسالارزو تحصيل په گنگ سيمه کې امنيتي ځواکونو دهيلي کاپټرو څخه ددغه جنگيالو پرپټ ځايونو گوله باري وکړه چې پکې ٤ جنگيالي ووژل شول.

XS
SM
MD
LG