لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان پوځ : امریکایي هیلي کاپټرې پاکستان ته اوړیدلي وې


دپاکستاني پوځ وياند ميجر جنرل اطهر عباس د ناټو په هیلي کاپټرو باندې د ډزو وروسته ويلي دي امريکايي هيلي کاپټرې دجنوبي وزيرستان په غلام خان سيمه کې دپاکستان دسرحدي څوکۍ دپاسه راتيرې شوې اؤ تر زياته حده دپاکستان خاورې ته راننوتلې وې چې له دې امله پاکستاني پوځيانو هغوي ته دخبردارۍ ورکولو لپاره هوايي ډزې وکړې اؤ دهغې په ځواب کې امريکايي هيلي کاپټرو هم دپاکستان په څوکۍ ډزې کړې وې.
دپاکستاني پوځ وياند ميجر جنرال اطهر عباس وائس اف امريکا ته وويل دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني په دې هکله دوړاندې څخه ويلي ؤ چې چاته به دپاکستان دحدونو څخه دسرغړونې اجازه نۀ ورکړل کيږي اؤ ددغه رقم عملياتو په ضد پاکستان دخپلې دفاع حق لري.
پوځي وياند په دې خبره هم خفگان وښودو چې کله دغه پيښه رامينځته شوه نو پاکستان په سمدستي ډول افغانستان کې ائتلافي ځواکونو ته خبر ورکړو اؤ پاکستان په دې لړ کې لا دافغانستان څخه درسمي راپور انتظار کولو چې ناټو ددې پځايې پخپل يو جاري کړي بيان کې ددغه پيښې مسؤليت دپاکستان په اوږو واچولو.
دامريکا اؤ ناټو چارواکي وايي امريکايي هيلي کاپټرو دافغانستان دپولې يو ميل دننه الوت کولو اؤ مقصد يې په گزمه بوښتو افغاني اؤ امريکايي ځواکونو ته تحفظ ورکول وؤ، ولې په هغوي دخوست ولايت سره نزدې دپاکستان دسرحدي څوکۍ څخه ډزې وشوې چې دهغې په ځواب کې ځمکنيو امريکايي پوځيانو هوايي ډزې کړې وې خو دهغې مقصد هيڅ کله پاکستاني څوکۍ په نخښه کول نۀ وؤ.
څېړونکي وایی دپاکستان په قبائيلي سيمه جنوبي وزيرستان ايجنسۍ کې دافغانستان دپولې سره نزدې دپاکستاني اؤامريکايي پوځيانو ترمينځه دډزو له امله په سيمه کې سخت تاؤتريخوالى رامينځته شوى دى.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG