لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

باجوړ اؤ اورکزئ ايجنسو کې 37 جنگيالي وژل شوي دي


دپاکستان قبائيلي سيمو باجوړ اؤ اورکزئ ايجنسو کې دامنيتي ځواکونو عملياتو کې 37 جنگيالي وژل شوي دي.
دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان قبائيلي سيمه باجوړ ايجنسۍ کې دامنيتي ځواکونو لخوا عملياتو کې 12 جنگيالي ووژل شول اؤ گڼ شمير ژوبل شوي دي.
دسرچينو له مخې امنيتي ځواکونو چې دهيلي کاپټرو اؤ توپو ملاتړ ورته ترلاسه وؤ دباجوړ ايجنسۍ په ټانک خطا، رشکئ، بايي چين ، کوثر اؤ چارمنگ سيمو کې دجنگياليو پر سنگرونو بمباري وکړه چې امله يې ددغه جنگياليو په لسگونو پټن ځائيونه تباه شول.
دچارمنگ سيمې قامي لښکر چې پکې زرگونه خلک گډون لري دجنگياليو په ضد خپلې هلې ځلې نورې هم تندې کړي دي
دباجوړ په چارمنگ سيمه کې دتيرې ورځې راهسې دقبائيلي لښکر اؤ ځايې طالبانو ترمينځ نښتې روانې دي.
همدغه راز دملي لښکر اؤ عسکريت خوښو ترمينځ نښتو کښې ٢ قبائيليان اؤ ٣ جنگيالي هم وژل شوي دي.
بلخوا قبائيلي سيمه اورکزئ ايجنسۍ کې دامنيتي ځواکونو عملياتو کې ٢5 جنگيالي ووژل شول چې پکې ٢ مهم کمانډران هم شامل دي.
دسرچينو له مخې داورکزئ ايجنسۍ په وژل شوؤ جنگياليو کې ١٢ ځانمرگي بريد کوونکي هم ښودل شوي دي.


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG