لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

باجوړ : دتندرولارو په پټ ځائيونو گوله بارۍ کې ١٢ جنگيالي وژل شوي دي


دافغانستان دپولې ترڅنگ دپاکستان قبائيلي سيمه باجوړ ايجنسۍ کې امنيتي ځواکونو دجنگيالو پر پټ ځائيونو گوله باري کړې ده چې له امله يې ١٢ جنگيالي وژل شوي دي اؤ دتندرويانو سره داړيکو لرلو په تور گڼ کورونه پر چاؤديدونکو موادو الوځول شوي دي.
دسرچينو له مخې دخار په لويې سم اؤ رشکئ سيمو کې امنيتي ځواکونو د جنگياليو سنگرونه په نخښه کړل.
لومړي راپورونه وايي په دغه عملياتو کې لږ ترلږه ١٢ تندرويان وژل شوي دي.
سرچينې وايي دباجوړ ديوسف اباد اؤ خار کلو کې ځايې طالبانو سره داړيکو په تور گڼ کورونه امنيتي ځواکونو پر چاؤديدونکو موادو الوځولي دي.
خار سيمه کې امنيتي ځواکونو گرځ بنديز يا کرفيو پځايې کړې ده. اؤ سيمې ته دعملياتو لپاره نور پوځيان هم رسيدلي دي.
همدغه شان دباجوړ ايجنسۍ په چارمنگ سيمه کې قامي لښکر دځايې طالبانو په ضد دنورو جگړو کولو څخه انکار کړى دى.
دچارمنگ قبائيلي مشران وايي حکومت ورسره دتندلارو په ضد جګړې کولو کې مرسته ونۀ کړه چې له دې امله په سيمه کې دخانه جنگۍ پۀ څير وضعيت رامينځته شوى اؤ دغه لښکر ديو لړ ستونزو سره مخ شوى ؤ.
دتيرو ٥ؤ ورځو راهسې قبائيلي لښکر دطالبانو پر ضد دجنگيدو په ترڅ کې دهغوي اته کورونه ړنگ کړي وؤ چې ددې په ځواب کې ځايې طالبانو قامي لښکر کې شامل ١٢ قبائيليان له تښتولو څخه وروسته ووژل.
باجوړ کې دامن دخرابې وضعې له امله په زرگونو ځايې قبائيل ددغه ځايې څخه خوندي سيمو ته تللي دي.
بلخوا ته دصوبه سرحد دسوات ضلعې دخوازه خيلې تحصيل کې هم امنيتي ځواکونو دتندرويانو پر سنگرونو گوله باري کړې ده، خو دمرگ ژوبلې په هکله دقيق معلومات نۀ دي ترلاسه شوي.
دسوات په خوازه خيله سيمه کې دامنيتي ځواکونو عمليات نن په څلورمه ورځ هم دوام لري اؤ سيمه کې کرفيو پځايې کړل شوې ده.
دسرچينو له مخې دسوات خوازه خيله سيمه کې دکرفيو څخه پر سرغړونه امنيتي ځواکونو ناتاره ډزې وکړې چې له امله يې ٢ تنه ووژل شول.
همدغه راز کانجو کې دمخ پټو کسانو پر ډزو يو پوليس اؤ دهغۀ ورور ووژل شو اؤ دکبل په هزاره سيمه کې هم يوه ښځينه کونسلره اؤ دهغې خاوند په ډزو سره ووژل شول.
سوات کې دامنيت دټينگښت لپاره دامن کميټې غړي نن ځايې طالبانو سره ليدنه هم کوي.

XS
SM
MD
LG