لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

سوات اؤ باجوړ کې ١٣ تندلاري وژل شوي دي


د افغانستان پولې سره نزدې د پاکستان قبایلي سیمه باجوړ ایجنسۍ او شمالي سیمه سوات کې پوځي چارواکو د ٣۴ جنگیالو د وژلو ادعا کړې ده. د حکومت ددغو ادعاو پخلې کومو ازادو سرچینو نه دی کړی او نه هم د وژل شوو جنگیالو مړي لیدل شوي دي. باجوړ ایجنسۍ کې دا توار ورځ نه پیل شوي پوځي عملیاتو کې ٢۴ جنگیالي وژل شوي دي.
باجوړ ايجنسۍ په چارمنگ کې دامنيتي ځواکونو دگوله بارۍ له امله ٣ تندلاري وژل شوي دي اؤ جنگياليو يرغمال نيول شوي نور ٣ قبائيلي مشران وژلي دي.
امنيتي ځواکونو دباجوړ ايجنسۍ دچارمنگ په باباړا، چنار اؤ جنت شاه سيمو کې دتندرويانو پر سنگرونو گوله باري وکړه چې له امله يې ٣ تندلاري ووژل شول.
بلخوا جنگياليو دکوټکي سيمه کې يرغمال نيول شوي نور ٣ قبائيلي مشران وژلي دي، دهغوي مړي دتنگي بازار څخه ترلاسه شوي دي.
دباجوړ په عنايت کلي، لويې سم، ټانک خطا اؤ رشکئ سيمو کې نن په ٢٧مه ورځ هم پرله پسې گرځ بنديز يا کرفيو پځايې ده.
بلخوا دصوبه سرحد دسوات ضلعې دخوازه خيلې تحصيل کې امنيتي ځواکونو دځايې طالبانو په ضد دعملياتو په ترڅ کې ١٠ جنگيالي وژلي دي.
دخوازه خيلې تحصيل کې دخالي اؤاتوار په مينځ شپه پر امنيتي ځواکونو له بريد وروسته کرفيو پځايې کړل شوې ده اؤ په دمې دمې سره دنښتو لړۍ هم دوام لري.

XS
SM
MD
LG