لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

باجوړ: دجنگي الوتکو بمبارۍ کې ٨ طالبان وژل شوي دي


دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان قبائيلي سيمې باجوړ ايجنسۍ په چارمنگ اؤ رشکۍ سيمو دجنگي الوتکو بمبارۍ کې لږ ترلږه ٨ طالبان وژل شوي دي.
دباجوړ ايجنسۍ په رشکئ اؤ چارمنگ سيمو کې گن شپ هيلي کاپټرو اؤ جنگي الوتکو دتندرويانو پر پټ ځائيونو بمباري وکړه . حکومت ادعا کړی په بمبارۍ کې د جنگیالو یو شمېر اډې له منځه تللي دي.
دچارمنگ سيمه کې قامي لښکر اؤ جنگيالي ديو بل په ضد مورچه شوي دي اؤ دواړه خواوې درنې وسلې کاروي.
بلخوا باجوړ کې پوليټيکل انتظاميې دجنگياليو په ضد دعملياتو نۀ کولو له امله دمهمند قبائيلو د١٠٠ؤ څخه زيات کسان نيولي دي.
همدغه راز په باجوړ کې په غير قانوني توگه داوسيدونکو افغان مهاجرينو دنيونې لړۍ هم دوام لري.
بل لوري ته باجوړ کې دپوځيانو اؤ طالبانو ترمينځ دنښتو له امله دکډه کوونکو لپاره دپيښور کچه ګړهۍ کيمپ بند کړى شوى دى.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG