لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

سوات : نښته کې ١٤ پوځيان اؤ٦ جنگيالي وژل شوي دي


دصوبه سرحد په ناقراره سيمه سوات کې دامنيتي ځواکونو اؤ جنگيالو ترمينځ جگړه کې ١٤ پوځيان اؤ٦ جنگيالي وژل شوي دي اؤ دچاؤديدونکو موادو څخه ډک گاډي الوځول شوي دي.
دسرچينو له مخې جنگيالو دسوات په څړسينۍ سيمه کې دامنيتي ځواکونو پر کاروان لمړى ريموټ کنټرول بمي بريد اؤ وروسته ډزې پيل کړې چې ددې په ځواب کې امنيتي ځواکونو هم عمليات پيل کړل.
دامنيتي ځواکونو اؤ جنگيالو ترمينځ دډزو په تبادله کې ١٣ پوځيان اؤ ٥ تندرويان ووژل شول.
په دغه نښته کې جنگيالو يو پوځي هم تښتولى ؤ.
همدغه راز امنيتي ځواکونو دسوات دکبل په څلورلاري کې دچاؤديدونکو موادو څخه ډک گاډى هم تباه کړى دى.
اخوا دسوات دمټې تحصيل په اشاړي سيمه کې دامنيتي ځواکونو اؤ جنگيالو ترمينځ نښته کې هم يو پوځي اؤ يو جنگيالى وژل شوي دي.
دسوات د سرښار مينگورې په قمبر سيمه کې نامعلومو مخ پټو دغيرفعاله کړل شوي تنظيم ځايې مشر مولانا خالد وژلى دى.
خوازه خيله کې نن په ١١مه ورځ هم گرځ بنديز يا کرفيو پځايې ده چې له امله يې خلک سختو ستونزو سره مخ دي.
دسوات دطالبانو دتحريک وياند حاجي مسلم خان خبريالانو ته ويلي دي پاکستان ته دامريکا دبهرنيوچارودمرستيال وزير رچرډ باؤچر له سفر وروسته دامنيتي ځواکونو په ضد هلې ځلو کې چټکتيا راغلې ده ولې چې مرکزي اؤ صوبايي چارواکو باؤچر سره په ليدنه کې دسوات دعملياتو ملاتړ کړى ؤ.

XS
SM
MD
LG