لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

باجوړ : پوځي عملياتو کې ١٠ جنگيالي وژل شوي دي


دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان قبائيلي سيمې باجوړ ايجنسۍ په بيلا بيلو سيمو کې دامنيتي ځواکونو لخوا عملياتو کې ١٠ جنگيالي وژل شوي دي.
دسرچينو له مخې امنيتي ځواکونو دباجوړ په ناواگئ، چارمنگ، ماموند اؤ دلويې سم شاوخوا سيمو کې دهيلي کاپټرو له لارې دجنگيالو پر پټن ځائيونو بمباري وکړه چې له امله يې ٦ تندرويان ووژل شول.
نن سحر دامنيتي ځواکونو اؤ جنگيالو ترمينځ نښته کې هم ٤ جنگيالي وژل شوي وؤ.
دباجوړ ناواگئ، چارمنگ اؤ ماموند سيمو کې کرفيو هم هاغه شان پځايې ده.
دپاکستان يو ذاتي تيليويزيون ادعا کړې ده چې دامنيتي ځواکونو لخوا دجنگيالو په ضد عملياتو کې دپاکستاني طالبانو دتحريک وياند مولوي عمر وژلى شوى دى.
دغه طالب مشر دبډانو سيمه کې په يو غار کې پټ ؤ چې امنيتي ځواکونو پرې بمباري وکړه ، دبمبارۍ له امله دغه غار ړنگ شوى دى.
اخوا دصوبه سرحد ناقراره سيمې سوات په توتانو بانډه کې دامنيتي ځواکونو په پوسته جنگيالو راکټ داغلى دى چې له امله يې ١ پوځي ژوبل شوى دى.
همدغه راز دسوات په منډال ډاگ سيمه کې شوې يوه نښته کې دتندرويانو دمهم کمانډر ملا شمشير په گډون ٥ جنگيالي اؤ٩ اولسي خلک وژل شوي دي

XS
SM
MD
LG