لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دسوات اؤ باجوړ پوځي عملياتو کې ١٥ جنگيالي وژل شوي دي


دافغانستان سره په پوله پرته دپاکستان قبائيلي سيمه باجوړ ايجنسۍ کې دامنيتي ځواکونو لخوا دجنگيالو په ضد عملياتو کې ٥ تندرويان وژل شوي دي.
دباجوړ په ماموند، چارمنگ اؤ نورو نورو سيمو کې دجنگيالو په ضد عمليات روان دي اؤ دهغوي پر سنگرونو سخته گوله باري دوام لري، له مړينې پرته گڼ شمير جنگيالي ژوبل شوي هم دي.
اخوا دصوبه سرحد دناقراره سيمې سوات په سرسينئ، توتانو بانډه ، کوټلئ، هزاره، علي ګرما ، وينئ پوستې اؤ بريم پل سيمو کې دنامعلومو مودې پورې کرفيوپځايې کړل شوې ده اؤ دکبل تحصيل په سرسينئ سيمه کې نن په دويمه ورځ هم دجنگيالو په ضد دامنيتي ځواکونو دلټونې عمليات دوام لري.
په دغه عملياتو کې جنگي الوتکې هم برخه اخلي.
دپاکستاني پوځ دعامه اړيکو څانگې( ايي ايس پي ار) له مخې پرون دسرسينئ سيمه کې دجنگيالو پټن ځائيونه په نخښه کړل شول چې پکې ١٠ جنگيالي وژل شوي وؤ.
بل لوري ته امنيتي ځواکونو دکانجو ايف سي پوستې څخه دجنګيالوپر شکمنو سنګرونو ګوله بارې پيل کړې ده خو دمرګ ژوبلې په هکله تر دې مهاله کوم معلومات نۀ دي ترلاسه شوي.
همدغه راز دمينگورې شاوخوا اوډي گرام سيمه کې نن جنگيالو دنجونو يو سکول په بمونو الوځولى دى.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG