لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د امریکا جمهورریاستي اتخابانو ته درې ورځی پاتې دي


د امریکې جمهورریاستي کاندیدان د ډیموکرټیک گوند براک اوباما او د ریپبلېکن گوند جان مېکین به نن د هیواد یو شمېر مهمو ایالتونو کې د رایو تر لاسه کولو لپاره هڅې کوي.
د ډیمو کراټ گوند براک اوباما به منځني غربي ایالت ایېوا کې یوه انتخابي غونډې ته وینا کوي او وروسته نوموړی انډیانا ایالت ته ځي.
په تېر جمهورریاستي ټاکنو کې انډیانا د رېپبلېکن گوند یو مظبوط ځاې وو خووروستۍ نظر پوښتنې د اوبامه او مېکېن تر مینځه په انډیانا کې سختې مقابلې اټکل کوي.
بلخوا د رېپبلېکن گوند جان مېکېن به نن په منځني غربي ایالت اوهایو کې ورځ تیروي چرته چې به هغه د کیلي فورنیا ایالت کې د ریپبلېکن گوند گورنر ارنلډ شوزنگر سره په گډه غونډې کوي.
د اوهایو گټلو بغیرد رېپبلېکن گوند یو کاندید هم سپینې ماڼې ته نه دې رسیدلی.

XS
SM
MD
LG