لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اوباما او مېکېن د رایې گټلو په اخیري هلوځلو کې بوخت دي


د نومبر په څلورمه نېټه به امریکایان د جمهورریسۍ په عمومي ټاکنو کې ۴۴م جمهوررئیس یا صدر ټاکي.
دا سیالي د امریکې د اوسني واکمن رېپبلېکن گوند کاندید سنټور جان مېکېن او د مخالف ډلې ډیموکریټ سنټور براک حسین اوباما تر منځ روانه ده.
دواړو کاندیدانو د امریکې په هغو ایالتونو کې انتخابي کمپائن ته زور ورکړې چې وایي سیالي ورکې ډیره نزدې روانه ده. په دغو ډول ایالتونو کې پنسلوینیا او اوهایو تر ټولو مهم گڼل کېږي.
په پنسلوینیا کې د رېپبلېکن گوند کاندید جان مېکېن په سلگونو پلویانو ته ویلي چې اټکل کونکي به غلط ثابتوي او ټاکنې به گټي.
هم دغه رنگ د ډیموکریټ گوند براک اوباما په اوهایو کې نزدې د اتیا زرو خلکو یوې غونډې ته یې په وینا کې ویلي چې واشنگټن کې بدلون ته لږ وخت پاتې شوی دی.
د پنسلوینیا او اوهایو نه علاوه، شمالي کېرولاینا ، میزوري، فلوریډا، ورجینیا او د کولاراډو هم هغه ایالتونه گڼل کېږي چې څوک یې هم گټلی شي.
د انتخابونو په اخیري شیبو کې دواړو کاندانو د یوبل پرضد بانونه هم سخت کړي دي. باراک اوباما وایی جان مېکین او جمهورئیس بوش کې هېڅ فرق یا توپېرنشته.
او جان میکېن وایی ښاغلي اوباما غواړي چې د امریکا دولت بېرته اویشي. روان اتخابي کمپائن یو تاریخي کمپائن گڼل کیږي او داځکه چې په لومړي ځل د امریکا یو تورپوستی سیاست مدار د نړۍ تر ټولو طاقتورې څوکۍ لپاره د یو لویې امریکایي گوند مشري کوي.
تر اوسه نظر پوښتنې ښي چې هم دغه تور پوستکی امریکایي یعنی باراک اوباما د خپل سیال جان میکېن نه اوؤ پوانټونه وړاندې دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG