لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

باراک اوباما : امريکا کې دبدلون وخت رارسيدلى دى


دامريکا نوي ټاکل شوي جمهوررئيس باراک حسين اوباما ويلي دي هغه نړۍ ته پيغام ورکول غواړي چې امريکا په ټوله نړۍ کې امن ته ليواله ده.
دجمهوري رياست په ټاکنه کې لۀ برياليتوب ترلاسه کولووروسته په شکاگوکې دوينا په مهال ښاغلي اوباما وويل اوس په امريکا کې دبدلون وخت رارسيدلى دى اؤډيرزربه گټورې پايلي مخې ته راشي،
نوموړي وويل دډيموکراټانوگټه دامريکايي اولس گټه ده اؤڅرنگه چې امريکايي اولس پرما باورکړى دى زۀ يې مننه کوؤم
دباراک اوباما وينا وه په امريکايي ټاکنه کې دهغۀ کمپائن دامريکا دتاريخ ترټولوسترکمپائن ؤ
اوباما وويل هغه دخپل مخالف کانديدجان مکين هم مننه وکړه او هغه له یې مبارکې ورکړه اوهيله لري چې مرسته به ورسره وکړي.
داوباما وينا وه هغه دډيموکراسۍ دروح ترمخه کارکول غواړي اؤداولس دپاره داولس لۀ لارې داولسي حکومت منونکى دى.
بايدوويل شي دجمهوري رياست په ټاکنه کې لۀ بريالي کيدووروسته به ښاغلى باراک حسين اوباما په ٢٠مه جنورۍ دلومړي افريقايي امريکايي وگړي په توگه دهيواد٤٤م جمهوررئيس په صفت دخپل منصب لوړه کوي.
د امریکا د جمهوررئیسۍ ټاکنو پحقله نور حال افتخارحسین په دی رپوټ کې اوریدې شۍ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG