لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دسوات اؤ باجوړ عملياتو کې ٤٠ جنگيالي وژل شوي دي


دصوبه سرحد په ناقراره سيمه سوات اؤدافغانستان سره پيوست په قبائيلي سيمه باجوړ ايجنسۍ کې دطالب جنگيالو په ضد دامنيتي ځواکونو په عملياتو کې لږ ترلږه ٤٠ جنگيالي وژل شوي اؤ گڼ شمير نور ژوبل شوي دي.
نن دزيارت په ورځ دسوات دمټې تحصيل په پيوچار اؤ شور سيمو کې امنيتي ځواکونو دجيټ الوتکو له لارې دجنگيالو په سنگرونو بمباري وکړه چې پکې ١٦ تندلاري ووژل شول.
همدغه راز دسوات د خوازه خيلې په علم گنج سيمه کې په کورونو دگولو پريوتو له امله ٨ کسان وژل شوي دي.
دمينگورې سره نزدې په قمبر سيمه کې هم نامعلومو کسانو دنايانو شپږ دوکانونه يا سقاوې په بمونو الوځولي دي.
دسرچينو له مخې دمټې په ډاگۍ سيمه کې سيمه ييز سياسي مشر لياقت علي خان دډزو په کولو سره وژل شوى دى.
همدغه راز دسوات سره نزدې په قبائيلي سيمه باجوړ کې هم امنيتي ځواکونو دطالب پلوه جنگيالو په ضد چټک عمليات کړي دي چې پکې د١٣ؤ غيرملکيانو په گډون د٢٤ؤ تندلارو دوژل کيدو راپور ورکړل شوى دى.
امنيتي ځواکونو دباجوړ په ناواگۍ، چارمنگ، باگوړۍ اؤ زوبندر سيمو کې دجنگيالو په سنگرونو گوله باري کړې ده چې پکې گڼ شمير جنگيالي وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG