لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

حامد کرزى: براک اوباما افغانستان کې دامريکايي مرستې دزياتوالي باور ورکړى دى


دامريکا نوي ټاکل شوي جمهوررئيس براک اوباما خپل افغان سيال حامد کرزي ته افغانستان کې دامريکايي مرستې دزياتوالي باور ورکړى دى.
کابل کې د جمهوري رياست دماڼۍ څخه دجاري شوې بيانيې له مخې جمهوررئيس حامد کرزي دامريکا نوي ټاکل شوي جمهوررئيس براک اوباما سره په تيليفون خبرې کړي دي.
بيانيه وايي جمهوررئيس اوباما حامد کرزي ته باور ورکړو چې افغانستان کې امريکايي مرسته کې زياتوالى اؤ سيمه کې دترهه گرۍ په ضد جگړه دهغه لمړۍ ترجيح ده.
دافغان جمهوررئيس يو نزدې ملگرى وايي دامريکايي جمهوررئيس لخوا مرسته کې د زياتوالي خبره دا معني لري چې هغه به په دغه هيواد کې اقتصادي مرستو اؤ دامريکايي ځواکونو په شميره کې اضافه وکړي.
دامريکا نوي ټاکل شوي براک اباما دامريکا دجمهوري رياست دټاکنې څخه دمخه دخپلې تگلارې په څرگندولو سره ژمنه کړې وه چې کۀ جمهوررئيس وټاکل شو نو دعراق څخه به امريکايي ځواکونه وباسي اؤ افغانستان ته به دوه کنډکه نور امريکايي ځواکونه استوي

XS
SM
MD
LG