د راروانی جنورۍ په شلمه نېټه به د امریکا په تاریخ کې یو یادگاره ورځ وي په دغه ورځ به په لومړي ځل تورپوستکې باراک اوباما د امریکا جمهورئیس په توگه څوگند پورته کوي.
د امریکا په پایه تخت واشنگټن ډی سي کې د دغې ورځی لپاره خصوصي تیارۍ روانی دي او امکان دی چې پنځه ملیونه پورې خلک دې دستوره کې برخه واخلي.
دومره گڼ شمېر خلکو د راغونډیدو سره په ډي سي کې د هوټلونو، د خواړو ځایونو او نورو دوکانونو مالکان تمه لري چې زیاته گټه وکړي.
نور حال تاسو د ډیوه ریډیو همکار اشفاق مومند په غږ د وې او اې په دې رپوټ کې اوریدی شۍ.