لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

طالبان حکومت سره په خبرو پرمختگ شوی دی


د تحریک طالبان پاکستان ویاند مولوی عمر ویلي د پاکستان او هند تر منځ تاو تریخوالی وروسته د قبایلي مشرانو د لاری د پوځ او طالبانو تر منځ خبرو اترو کې ډیر پرمختگ شوی دی.
ډیوه ریډیو ته د ټیلي فون د لارې مولوی عمر ویلي په قبایلي سیمو جنوبي وزیرستان، شمالي وزیرستان ، مومند او باجوړ ایجنسو نیمه قبایلي سیمه دره آدم خیل او د سرحد ایالت شمالي سیمه سوات کې به د خبرو تر مخه پوځ او طالبان په یو بل بریدونه نه کوي.
طالب ویاند ویلي جنگیالي به د پولی بل اړخ ته په افغانستان کې هم عملیات نه لگوي. د یو بل سوال په ځواب کې مولوی عمر وویل په شمالي سیمه سوات کې د طالبانو لخوا د جینکو سکولونو بندولو پریکړه د تحریک طالبان پاکستان پریکړه نه ده

XS
SM
MD
LG