لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

گیلاني : پاکستان خپله دفاع کولی شي


د پاکستان صدراعظم یوسف رضا گیلاني ویلي هېواد یې هند سره جگړه نه غواړي خو که په پاکستان جگړه وتپل شوه نو خپله دفاع به کوي.
قام ته پخپله وینا کې نوموړي وویل پاکستان د هند سره ښه اړیکې غواړي او هېواد به یې لومړی جگړه نه پېل کوي خو د هند لخوا اخستې شوي څه قسم گام به ضرور ځواب ورکوي.
ښاغلي گیلاني قام ته خپله وینا امریکا لخوا هند او پاکستان باندې د ته تاو تریخوالې کمولو ټنیگار یو ورځ وروسته کړی ده.
د پاکستان جگپوړي پوځي چارواکي د هغه خبرونو پخلې کړې ده چې افغانستان سره یې په پوله پرته ځیني ځواکونه چې طالبانو او القاعده پر ضد عملیاتو کې بوخت وؤ اوس پاکستان او هند په پوله پرځایې کړي دي.
دغه جگپوړي چارواکو دهغه خبرونو هم پخلې کړې چې پاک پوځ د هند د ممکنه تيري پر ضد د خپلو پوځيانو رخصتي ځنډولي دي او هغوي یې په حساسو ځائيونو پځايې کړي دي.
دواړو غلیمو هېوادونو تر منځ تېره میاشت د ممبۍ بریدونو وروسته یوځل بیا تاوتریخوالې زیات شوی دی او هند په پاکستان تور لگوي چې د ممبۍ بریدونو کې تورن کسان پاکستان کې روزل شوي وؤ.

XS
SM
MD
LG