پاک پوځ د هند د ممکنه تيري پر ضد د خپلو پوځيانو رخصتي ځنډولي دي او هغوي په حساسو ځائيونو پځايې کړي دي.
ددفاعي سرچينو له مخې دپاک پوځ دځوانانو رخصتۍ دهند لخوا دممکنه تيري پر نظر کې نيولو سره منسوخ کړل شوي دي.
بل لوري ته قبائيلي سيمو کې هم دپاک فضائيې عمليات محدود کړل شويدي.
دعسکري سرچينو وينا ده دسيمې دموجوده وضعيت په نظر کې نيولو سره راتلونکې دوه اوونۍ زياتې ارزښت ناکې دي.
دسرچينو وينا ده په دغو راتلونکو دوؤ اوونيو کې به ټول حال راڅرگند شي.
دسرچينو له مخې دسيمې دموجوده وضعيت اؤ دپاک وهند تاؤتريخوالي له امله به دپاکستان جمهوررئيس اصف علي زرداري هم ترڅه وخته بهرنيو هيوادونو ته نۀ ځي.