لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اسرایلو بریدونو کې نزدی ۴٠٠  وژل شوي دي


اسرایلو په غزه کې د اور بند وړاندیز ردکړی او وایي بریدونه به یې دوام لري. تر اوسه نزدې څلور سوه فلسطینیان په جگړه کې وژل شوی دي.
اسرایلي چارواکو ویلي د اوربند نه کولو فیصله د صدراعظم او ددفاع او بهرنیو چارو وزیرانو سره د لیدو وروسته شوې ده. د ۴٨ ساعتو لپاره د اوربند وړاندیز د فرانسې لخوا ورکړل شوی وؤ.
د اوربند په اړه امریکې ویلي د حماس نه یو داسې اوربند غوااړي چې پوخ وي.
او اسرایلو ته ډاډ ورکړي چې د سولې تړون احترام به کوی. په غزه باندې د اسرایلو بریدونه په داسې حال کې روان دي چې نړیوالو مشرانو په حماس او اسرایل باندې د جگړې اودرولو غږ کړې دی.
د عربي نړۍ تنظیم عرب لیگ په خپله یوه بیړنۍ غونډه کې ویلي ترڅو فلسطیني ډلې یوځایې شوي نه وي.
عرب هیوادونه یې مرسته کولې نه شي. غونډې ته د سعودي عربستان د بهرنیوچارو وزیر په فتح او حماس ډله د گډ حکومت جوړولو غږ کړی دی.
په غزه کې د جگړې ځپل شوو خلکو لپاره برتانیې دلس ملینو ډالرو مرستو اعلان کړی. برتانیې ویلي د اسرایلو پهبریدونو بشري زیانونه د منلو وړ نه دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG