لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان : سختو امنيتي تدابيرو کې دعاشورې ورځ لمانځل شوې ده


نن دصوبه سرحد اؤ پيوست قبائيلي سيمو په ګډون پاکستان، افغانستان، ايران، عراق اؤ دنړۍ يو شمير نورو هيوادونو کې دعاشورې ورځ په مذهبي درناوي اؤ عقيدت سره لمانځل کيږي.
په پاکستان اؤ ځانګړي ډول سرحد ايالت کې ددغه ورځې دلمانځل کيدو په مهال سخت امنيتي تدابير نيول شوي وؤ، ځايې پځايې دپوځ اؤ پوليسو دګزمو ترڅنګ الوتکو په هوا کې الوتنې کولې اؤ وضعيت يې څارلو.
په قبائيلي سيمه هنګو کې دعاشورې په مهال ګرځ بنديز پځايې کړل شوى ؤ اؤ هيچا ته بازارونو ته دراوتلو اجازه نۀ ورکړل کيدله.
دعاشورې په ورځ دصوبه سرحد اؤ پاکستان دنورو ايالتونو دبيلا بيلو ښارونو څخه دشيعه مسلک مسلمانانو دذوالجناح، اؤ علم جلوسونه وويستل اؤ ماتميانو ځانونه په زنځيرونو ووهل.
سږ کال نۀ يواځې په قبائيلي سيمو اؤ صوبه سرحد بلکې په سندهـ، بلوچستان اؤ پنجاب ايالتونو کې هم دمحرم الحرام په مهال دڅه قسمه بدې پيښې دمخنيوي دپاره حکومت کلک امنيتي ګامونه اخستي اؤ دعاشورې په ورځ دشيعه مسلک دوګړودماتمي جلوسونو ټولې لارې په بشپړ ډول تړل شوې وې.
نن به دجلوسونو تر ختميدو وروسته دشيعه مسلک وګړي په بيلا بيلو امام باړو کې د”شام غريبان“ په نوم ماتمي دستورې هم کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG