لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اوباما تاریخي تاجپوشۍ لپاره تیارۍ روانې دي


د امریکې پایه تخت واشنگټن ډي سي کې د نوي منتخب شوي جمهورئیس براک اوباما د څوگند پورته کولو لپاره تیارۍ په درځ کې روانې دي.
د جنورۍ په شلمه مېټه د څوگند پورته کولو لپاره په ښار کې رخصتې اعلان شوې ده.
او داسې تمه ده چې نزدې دوه ملینه خلک د دغې مراسمو کتلو لپاره واشنگټن ډي سي کې راغونډ شي.
په ملینونو نور خلک به دغه مراسم د نړۍ په بیلا بیل هېوادونو کې د ټیلي ویژن په پردو گوري.
په واشنگټن کې دننه هم د کانگرس د ودانۍ نه تر د ابراهم لنکن د یادگار پورې د راغلو خلکو لپاره د ټیلي ویژن لویې پردې لگول شوي دي.
په زرگونو خبریالان به هڅه کوي چې مراسم نېغ په نېغه خپلو سیمو ته اوښایي. په واشنگټن ډي سي کې په اکثرو ځایونو کې په دغه ورځ د گاډو ودرولو اسانتیاوې ختم کړل شوي دي.
دغه رنگ د زمکې لاندې اورگاډی به د ځینو ځانگړو سټېشنو نه سپرلۍ اوچتوي او په ځیني نورو کې به یې کوزوي.
ښار ته تلونکو او راتلونکو لارو امنیتي گامونهسخت کړل شوي دي او د اولس نه ځایې پرځایې پولیس ولاړ دي. ښاغلې اوباما به واشنگټن په وخت د غرمې دولس بجې څوگند اخلي.
دی به لومړی افریقایي امریکایي سیاست مدار وي چې د امریکا جمهوررئیس به جوړ شي.
نوموړي د څوگند پورته کولو نه یوه ورځ وړاندې د افریقایي امریکایانو د ستر مشر مارټن لوتهرکېنگ د زیږدنې په ورځ خپل پېغام کې په امریکایانو غږ کړې چې ټولنیزو کارونو کې دې برخه واخلي.
ښاغلي کېنگ په امریکا کې د تورپوستکو سره د تعصب پرضد یو ستر تحریک پېل کړی وؤ. او په کال ١٩٦٣م کې یې په واشنگټن کې د یو لویې لاریون مشري کړی وه.
ښاغلي اوباما په خپله یوه وینا کې په واشنگټن کې ویلي چې په شلمه جنورۍ به یوځل بیا دکانگرس د ودانۍ مخې ته گڼ شمېر خلک د هغه د تاریخي څوگند پورته کولو لپاره ورغونډیږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG