لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

براک اوباما: امريکا مسلمانانو سره دښمني نۀ لري


دامريکاجمهوررئيس براک اوباما وايي دا ممکن نۀ ده چې دپاکستان،افغانستان،لبنان اؤايران ستونزې يوتربله بيلې کړل شي اؤپه منځني ختيځ کې دامن دټينگښت لپاره سوچ وکړل شي ځکه چې دغه شخړې خپلوکې ژورتړون لري،
واشنگټن کې يوعرب تيلويژيوني چينل سره په مرکه کې جمهوررئيس وويل هغه اسلامي هيوادونوته وويل غواړي چې امريکا دمسلمانودښمنه نۀ ده،
براک اوباما وويل هغه چې دټولټاکنودکمپائن په مهال کومې ژمنې کړې وې دهغې ترسره کول يې پيل کړي دي اؤدپاکستان،افغانستان اؤمينځني ختيځ دپاره دهال بروک اؤمچل دځانگړواستازوپه توگه ټاکنې ددې ثبوت دى،
براک اوباما داسرائيل اؤ فلسطين دشخړې دهواري دپاره دسعودي عرب لخوا دامن جوړه کړل شوې منصوبه وستائيله خو وې ويل ضروري نۀ ده چې هغه دې دامن ددغه منصوبې دهر ټکي اؤ باب سره متفق وي.
ولې بيا هم دسعودي دپاچا دامن هڅې دستائيلو دي.
دامريکا جمهوررئيس په فلسطينيانو اؤ اسرائيل ټينگار وکړو چې هغوي بايد دامن خبرې بيرته پيل کړي، امريکا ددواړو خواؤ دريځ اوريدل اؤ دهغوي ترمينځ خبرې اترې کول غواړي.
دايران په هکله ديوې پوښتنې په ځواب کې اوباما وويل کۀ ايران پخپل دريځ کې نرمښت راولي نوامريکا به هم ورته ښۀ هرکلى ووايي.

XS
SM
MD
LG