لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې به جمهوري ریاست ټاکنې په ٢٠م اگست کيږي


دافغانستان دټولټاکنو کميسيون مشر اعلان کړى دى چې په ټول هيواد کې به صدارتي ټولټاکنې دروان کال اگست دمياشتې په ٢٠مه نيټه ترسره کيږي.
دافغانستان داساسي قانون له مخې دغه ټولټاکنې دمئ په مياشت کې کيدونکې وې خو ددغو ټاکنو دځنډ وجه په هيواد کې امنيتي ستونزې اؤ خراب وضعيت ښودل کيږي.
دافغانستان په سياسي تاريخ کې دجمهوررئيس ټاکنې لپاره په دوهم ځل ټاکنې کيږي.
افغان چارواکي وايي دسپرلي موسم کې دکانديدانو اعلان، درايې اچونې پاڼې خپرول اؤ ددې ويشلو لپاره دومره وخت نۀ وؤ ځکه نو دغه ټاکنې تر اگست پورې وځنډول شوې.
راپورونه وايي کۀ څه هم جمهوررئيس حامد کرزي يو ځل بيا داولسمشر ټاکنو کولو اعلان کړى خو دامنيتي ستونزو اؤ چارواکو د بډو رشتونو له امله دهغه په مقبوليت کې يو څه کمى راغلى دى.
دښاغلي حامد کرزي څخه پرته په افغانستان کې نورو سياست پوهانو هم داولسمشرۍ په ټاکنو کې دبرخې اخستو اعلان کړى خو تراوسه کوم تکړه اؤ متفقه کانديد مخې ته نۀ دى راغلى.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG