لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د جنگیالو لخوا په خېبر کې د پول الوزولو له امله لار تړل شوې ده


طالب جنگيالو نن دنهې په ورځ دپاکستان په قبائيلي سيمه خيبرايجنسۍ کې افغانستان ته په غځيدلې لويه لاره يو پل په چاؤديدونکو موادو سره الوځولى دى چې له امله يې دپاکستان اؤ افغانستان ترمينځ لاره دتگ راتگ د پاره تړل شوې اؤپه افغانستان کې ميشتو دناټو ځواکونو ته په سامانونو رسولو کې يو لړ ستونزې رامينځته شوي دي.
دا لمړى ځل دى چې په خيبرايجنسۍ کې جنگيالي دناټو درسد لاره په چاؤديدونکو موادو سره الوځوي.
له دې وړاندې به اکثره په دغه سيمه کې دناټو ځواکونو ته په سامان وړونکو کنټينرونو طالبانو نيغ په نيغه بريدونه کول اؤ هغه به يې لوټل
دامنيتي ځواکونو لخوا خيبرايجنسۍ کې دتندلارو په ضد دعملياتو کولو څخه وروسته جنگياليو دناټو ځواکونو ته دسامانونو درسد دمخنيوي دپاره په لمړي ځل په لويه لاره کوم پل په چاؤديدونکو موادو سره الوځولى دى.
دغه چاؤدنه نن دنهې په ورځ سحر ٦ بجې دخيبرايجنسۍ دجمرود په خټه خوشته سيمه کې رامينځته شوې ده.
ويل کيږي چاؤدنه دومره زورداره وه چې له امله يې خوا کې ولاړ يو ټرالر چپه شوى دى خو په سمدستي توگه پيښه کې دکومې مرگ ژوبلې راپور نۀ دى ترلاسه شوى.
اړونده چارواکي هم ځايې ته رسيدلي اؤ دتگ راتگ لپاره دعارضي لارې جوړولو کار پيل شوى دى.
چارواکي هڅه کوي په افغانستان کې ميشتو دناټو ځواکونوته رسداؤ دپاکستان څخه افغانستان ته تگ راتگ ممکن کولو لپاره بله لاره ولټوي

XS
SM
MD
LG