لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

جمرود : ځانمرگي بريد کې ٦ کسان ژوبل شوي دي


دافغانستان دپولې سره نزدې دپاکستان قبائيلي سيمه خيبرايجنسۍ کې يو ځانمرگي خپل دچاؤديدونکو موادو څخه ډک گاډى دامنيتي ځواکونو دپوستې سره ټکر کړى چې له امله يې شپږ کسان ژوبل شوي دي.
په ژوبل شوؤ کې يو خاصه دار اؤ دوه ماشومان هم شامل دي.
دغه پيښه نن دجمعې په ورځ دخيبرايجنسۍ د جمرود تحصيل دټيډي بازار سره نزدې رامينځته شوې ده.
دجمرود پوليټيکل چارواکي بختيار مهمند خبريالانو ته وويل ځانمرگى تن په يو موټر کې ناست وؤاؤ خپل دچاؤديدونکو موادو څخه ډک گاډى يې دامنيتي پوستې سره ټکر کړو چې له امله يې يوه درنه چاؤدنه وشوه.
دهغۀ وينا وه په دغه پيښه کې ١عسکر اؤ٥ عام خلک ژوبل شوي چې دتداوۍ لپاره روغتون ته رسول شوي دي.
دچاؤدنې له امله خواؤشا ولاړو نورو گاډو ته هم زيان اوښتى اؤ دپاکستان اؤ افغانستان ترمينځ لويه لار تر څه وخته دگاډو دتگ راتگ لپاره بنده پاتې شوه.
دپاکستاني طالبانو دغورځنگ وياند مولوي عمر ددغه پيښې دمسؤليت په غاړه داخستو په ترڅ کې خبريالانو ته وويل ترڅو چې دپاکستان حکومت په خيبرايجنسۍ، سوات اؤ نورو قبائيلي سيمو کې دطالبانو په ضد روان عمليات ختم کړي نۀ وي هغوي به دغه رقم بريدونو ته دوام ورکړي.
مولوي عمر گواښ وکړو چې دپوځي عملياتو دنۀ بندولو په صورت کې به افغانستان کې ميشتو دناټو ځواکونو ته دپاکستان دلارې درسول کيدونکو مالونو درسد مخه نيسي اؤ زمکنۍ لاره به يې قطع کوي.
دهغۀ وينا وه طالبانو دتيرو څو ورځو په عملياتو کې خلکو ته وښودله چې دناټو ځواکونو ته دسامانونو درسد دمخنيوي بشپړ توان لري.

XS
SM
MD
LG