لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خیبر ایجنسۍ : پوځي عملیاتو کې ٥٢ طالبان وژل شوي دي


دپاکستان د قبائيلي سيموخيبراؤاورکزئ ايجنسيوپه گډه پوله دمليشه ځواکونو بمباری لۀ امله لږترلږه ٥٢ تندلاري وژل شوي اؤگڼ نورژوبل دي.
دسرچينولۀ مخې دغه گوله باري په چهپرئ فيروزسيمه هغه مهال وشوه کله چې مليشه ځواکونوپه سيمه کې په لويه پيمانه دتندلارودموجوديت خبرترلاسه کړو.
لومړي راپورونه وايي په گوله بارۍ کې دتندلارو پنځه مرکزونه هم لۀ مينځه وړل شوي دي اؤ ددې ترڅنگ دهغوئ اته گاډي تباه کړل شوي دي.
تردې مهال دپاکستاني پوځ لخوا د دغوعملياتوپه هکله په رسمي ډول کوم بيان دمطبوعاتو په واک کې نۀ دى ورکړل شوى خودسيمې څخه ازادوسرچينو او د خېبر ایجنسۍ پولیټکل ایجنټ طارق حیات خان میډیا ته ویلي ترسره شوې گوله بارۍ کې لږ ترلږه ٥٢تندلاري وژل شوي دي. د عملیات په داسې مهال شوي چې نن سحر په خېبر ایجنسۍ کې يو ځانمرگي برید کې شپږ کسان ژوبل شوي دي.
په ژوبل شوؤ کې يو خاصه دار اؤ دوه ماشومان هم شامل دي.
دغه پيښه نن دجمعې په ورځ دخيبرايجنسۍ د جمرود تحصيل دټيډي بازار سره نزدې رامينځته شوې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG