لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکايي استخبارات : سرحد اؤ قبائيلي سيمو کې حکومتي واک په ختميدو دى


دامريکا په استخباراتي راپور کې ويل شوي دي دپاکستان په صوبه سرحد ايالت اؤ قبائيلي سيمو کې دپاکستان دحکومت واک ورځ تر ورځه کميږي.
دامريکا داستخباراتو مشر ډينس بلئير کانگريس ته په ورکړل شوي خپل کلنيز راپور کې ويلي دي په قبائيلي سيمو کې دحکومت واک په ختميدو دى اؤ دافغانستان وضعيت تر هغې نۀ شي ښۀ کيدلى ترڅو چې دپاکستان حکومت افغانستان سره په لگيدلو پولو واک ترلاسه نۀ کړي.
راپور کې ويل شوي دي دهند سره دتاؤتريخوالي دختمولو کيلي دپاکستان سره ده اؤ کۀ پاکستان دممبۍ په ترهه گريزو بريدونو کې دککړو ترهه گرو په ضد گامونه واخلي نو دغه تاؤتريخوالى له مينځه تللى شي.
دراپور له مخې په افغانستان کې دطالبانو بريدونه تند شوي دي اؤ په ختيزو، قطبي اؤ شمالي سيمو کې دامنيت وضعه دوړاندې څخه ښۀ شوې ده.
راپور کې زياته کړل شوې ده افغانستان کې دطالبانو دفعاليتونو لمن دلويديزو سيمو اؤ پلازمينې کابل پورې غزيدلې ده اؤ ښايي طالبان سږ کال کيدونکې دټولټاکنو پروسې ته هم زيان ورسوي.
راپور وايي افغان حکومت په اولس کې دمحبوبيت پيدا کولوپه اړوند دناکامۍ سره مخ دى چې له دې امله دطالبانو اؤ جنگ سالارانو اثراؤ نفوذ سيوا شوى دى.
دراپور له مخې القاعده کۀ هر څوغيرموثر شوې ده خو اوس هم په لويديځ دبريدونو کولو پلانونه جوړوي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG