لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مائيک مولن: پاکستاني پوځي افسران په امريکا باورنۀ کوي


دامريکا دگډوځواکونودکميټې مشرمائيکل مولن وايي دامريکا اؤپاکستان ترمينځ دباورکمى سيمه کې دبې ثباتۍ سوب جوړشوى دى.
امريکايي ورځپاڼه واشنگټن پوست کې خپورشوي خپل مضمون کې هغه ويلي دي پاکستان اؤافغانستان دگډدښمن مقابله کوي اؤپه دې لړکې ورته دامريکا مرسته ترلاسه ده .
هغه دامريکا اؤپاکستان ترمينځ دباوردسيواکولوپه ضرورت ټينگاروکړواؤوئ ويل هغه به په شخصي توگه په دې لړکې دپاکستان دپوځ سرلښکرجنرال اشفاق پرويزکياني سره اړيکوکې دښه والي راوستلوپه تگلاره کارکوي.
مضمون کې زياته کړل شوې ده دپاکستاني پوځ چارواکي په امريکا باورنه کوي اؤنۀدامريکا په هکله زيات پوهيږي چې په تيرودولسوکالوکې هغوئ امريکا بې اسرې پريښودلي وؤکه نه مرستې يې ورسره کړې دي.
مائيکل مولن وايي امريکا به دپاکستاني پوځ افسرانوته دزياتې روزنې ورکولودپاه نۀ يواځې بلنې ورکوي بلکې دپاکستاني پوځ په مالي اوتاکتيکي مرستوکې به زياتوالى هم راولي.
دگډوځواکونودکميټې مشرزياته کړې ده باوريواځې دټيلي فون لۀ لارې نه پځايې کيږي بلکې دې دپاره هغه پخپله دسيمې سفرته اوليت ورکوي.
په دغه مضمون کې ښاغلي مولن داهم ويلي دي چې په افغانستان کې گټه ترلاسه کول په افغان اولس کې دباوردروحيې پياوړي کولوڅخه پرته ممکن نه ده
هغه وايي دباورپځايې کول يوه اوږده اؤکړکيچنه مرحله ده اؤپه افغانستان کې دبې گناه ملکي خلکودوژل کيدوسره چارې نورې هم پيچلې شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG