لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکايي سناتوره : جاسوسي الوتکې دپاکستان هوايي اډې څخه پورته کيږي


دامريکا په سینټ کې د استخباراتي کمیټۍ مشرې ډاین فاین سټاین ویلي دي چې دپاکستان په قبائيلي سيمو بريد کوونکي جاسوسي الوتکې دپاکستان ديوې هوايي اډې څخه الوتنې کوي.
دامريکايي جريدې شکاگو ټريبون او د لاس اینجلس ټائمز د رپوټونو له مخې دامريکايي سینټری دا خبره ديوې خبرونې په مهال کړې ده.
دسناتورې فاین سټاین د وياند وينا ده دغه ادعا ديو مطبوعاتي راپور په اساس کړې ده.
امريکايي استخباراتي شبکې سي ايي اى په سم لاسي توگه دسناتورې فاین سټاین په دغه ادعا دنظر ورکولو څخه ډډه کړې ده خو راپورونه وايي دامريکا داستخباراتي شبکې يوې پخوانۍ چارواکې دسناتورې دغه ادعا منلې ده چې جاسوسي الوتکې داسلام اباد څخه نزدې ديوې هوايي اډې څخه پورته کيږي.
دپاکستان حکومتي اؤ پوځي چارواکي عموماً دامريکا څخه غوښتنې کوي چې په قبائيلي سيمو کيدونکي جاسوسي بريدونه بايد بند کړل شي خو دامريکايي سناتورې ددغه ادعا په هکله تراوسه پاکستاني چارواکو هيڅ نظر نۀ دى څرگند کړى.
راپور کې دا هم ويل شوي دي چې دامريکايي سناتورې لخوا ددغه ادعا سره دترهه گرۍ په ضد دامريکې سره دپاکستان مرسته زيانمنه کيدلى شي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG