لاس رسیدونکی لینک

 
جنوبي وزيرستان :ميزائيلي بريد کې 28 جنگيالي وژل شوي دي
تازه خبر

جنوبي وزيرستان :ميزائيلي بريد کې 28 جنگيالي وژل شوي دي


دافغانستان سره نزدې دپاکستان د قبائيلي سيمې جنوبي وزيرستان په لدها کې يوځل بيا امريکايي جاسوسي الوتکو ميزائيلي بريد کړى دى چې له امله يې لږ تر لږه 28 کسان وژل شوي دي.
دسرچينو له مخې امريکايي جاسوسي الوتکې دلدها دملک خيل سيمه کې دملک روشن محسود نومې سړي په کور دوه گائيډډ توغندي وداغل چې له امله يې دغه کور په بشپړ ډول ړنگ شو اؤ له بريد وروسته طالبانو داغيزمن کور څخه گيره تاؤ کړه.
دطالبانو يو مهم مشر ويلي دي په وژل شوؤ کې دالقاعده غړي شامل دي چې پکې دزياترو تعلق ازبکستان سره دى.
سرچينې وايي په دغه پيښه کې ځينې ښځې اؤ ماشومان هم وژل شوي دي.
په کومه سيمه چې دغه بريد ترسره شوى هغه دپاکستاني طالبانو دمشر بيت الله محسود دواک اؤ اثر لاندې ښودل کيږي.
سرچينې وايي دجاسوسي الوتکو لخوا په نخښه کړل شوي کور کې دتيرې يوې اوونۍ راهسې خواؤشا ٥٠ جنگيالي راټول شوي وؤ اؤ دغه کور يې دخپل مرکز په توگه کارولو.
دبريد څخه وروسته په دغه کور اور ولگيدلو اؤ طالبان دمړو اؤ ژوبلو په راويستلو بوخت شول.
دعيني شاهدانو له مخې په پيښه کې گڼ کسان ژوبل شوي هم دي چې هغه طالبانودمکين په لوري وړلي دي.
دغه بريد وروستو له هغې ترسره شوى چې پاکستان ته دامريکا دځانگړي استازي رچرډ هالبروک دسفر په مهال پاکستاني مشرانو دهغه څخه په قبائيلي سيمو دجاسوسي الوتکو دبريدونواودرولوغوښتنه کړې وه خو اوړمه ورځ دامريکايي سنا داستخباراتو دچارو دکميټې مشرې ډائن فينسټائن ادعا وکړه چې په قبائيلي سيمو دبريدونو دپاره جاسوسي الوتکې دپاکستان دپلازمينې اسلام اباد سره نزدې ديو هوايي مرکز څخه پورته کيږي.
بايد وويل شي چې په امريکا کې داوباما انتظاميې له واک سمبالولو وروسته دپاکستان په قبائيلي سيمه دجاسوسي الوتکو دغه دريم بريد دى.
په ٢٢مه جنورۍ په شمالي اؤ جنوبي وزيرستان ايجنسيو کې دوؤ ميزائيلي بريدونو کې ١٤ کسان وژل شوي وؤ.
دجنوبي وزيرستان پوليټيکل ايجنټ شهاب علي شاه خبريالانو ته په پيښه کې داوښتي زيان په هکله بشپړ معلومات نۀ دي ورکړي خو ويلي يې دي هغه داسې اطلاع لري چې په دغه بريد کې گڼ شمير کسانوژل شوي اؤژوبل شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG