لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قريشي :دسوات په اړه مو دامريکا انديښنې ختمې کړي دي


دپاکستان دبهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي ويلي دي دسوات دتړون په هکله چې امريکا کومې انديښنې لرلې ددواړو خواؤ دخبرو اترو سره هاغه انديښنې له مينځه تللي دي.
امريکايي چارواکو سره له ليدنو وروسته ميډيا سره په خبرو کې ښاغلي قريشي وويل په مونږه دا تور ؤچې پټ په پټه طالبانو سره لاس لرو.
همدغه رنگ په افغانستان کې دامريکا په موجوديت مونږه ځينې انديښنې لرلې خوپه امريکا کې ددواړو هيوادونو دمشرانو ترمينځ په شوؤ ليدنو اؤ خبرو اترو کې دغه ټولې انديښنې له مينځه تللي دي.
هغۀ وويل ځان سره پاکستان ته يوه نوې هيله وړي اؤ دغه هيله دغوره اړيکو ده.
دشاه محمود قريشي وينا وه داوباما انتظاميه پاکستان ته هاغه ټول سازوسامان ورکول غواړي چې پرې دترهه گرۍ په ضد جگړه کې برياليتوب ترلاسه کيدلى شي.
دبهرنيو چارو وزير وويل امريکايي چارواکو سره په ليدنو کې دجاسوسي الوتکو دبريدونو په اړه هم خبرې اترې کړي دي اؤ هيله لري چې ددغه ستونزې به يو غوره هوارى را اوځي.
هغه په ډاگه کړه چې امريکايي چارواکو ورڅخه په پاکستان کې دنواز شريف اؤ شهباز شريف دنااهلۍ په هکله کوم سپيناوى نۀ دى غوښتلى.
دپاکستان دبهرنيو چارو وزير امريکايي چارواکو سره په ليدنو کې دجاسوسي الوتکو دبريدونو په اړه دخبرو اترو کولو ادعا په داسې حال کې کړې ده چې پرون دامريکا ددفاع وزير رابرټ گيټس په پينټاگان ديو مطبوعاتي کانفرنس په مهال خبريالانو ته وويل په دغه ليدنو کې دجاسوسي الوتکو دبريدونو په اړه هيڅ رقم خبرې نۀ دي شوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG