لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

لاهور: سري لنکا کرکټ ټیم بريد کې شپږ لوبغاړي ژوبل، شپږ پولیس وژل شوي


دپاکستان دپنجاب ايالت په پلازمينه لاهور کې دسري لنکا دکرکټ په لوبډله دبريد له امله د شپږ پوليس وژل شوي اؤ شپږ سري لنکن لوبغاړي اؤ يو دلوبې قاضي يا امپائر ژوبل شوي دي.
دغه پيښه نن دنهې په ورځ هاغه مهال رامينځته شوه چې دسري لنکن لوبډلې لوبغاړي ددوهم اؤ وروستي کرکټ ټيسټ ددريمې ورځې په لوبه کې دبرخې اخستو دپاره سحر نهه بجې قزافي لوبغالي ته روان وؤ.
دلبرټي مارکيټ سره نزدې ترهه گرو په هغوي دبريد په ترڅ کې دڅلورو خواؤ څخه ناتاره ډزې وکړې.
چې دغو ډزو تر ٥ؤ دقيقو دوام ولرلو.
پوليسو هم په ورانکارو ډزې وکړې خو هغوي دبريد څخه وروسته په تيښته بريالي شول.
دلاهور دپوليسو مشر حبيب الرحمان وايي دبريد کوونکو شمير ١٢ ؤ اؤ هغوي په رکشو کې دبريد دپاره راغلي وؤ.
دپوليسو دمشر له مخې دترهه گرو سره راکټ لانچرې ، لاسي بمونه ، کلاشنکوفونه اؤ نورې وسلې وې.
په لوبډله دبريد کوونکو ناتاره ډزو کې د٥ؤ پوليسو په گډون ٧ کسان وژل شوي چې ددوؤ نورو پيژندگلو نۀ ده شوې.
دسري لنکا دلوبو وزير اؤ دلوبډلې منيجر وايي په دغه پيښه کې دهغوي ٦ لوبغاړي ژوبل شوي دي چې پکې سمارا ويرا، تهرنگا پراناويتانا، کمارا سنگاکارا اؤدلوبډلې دمشر يا کپتان مهيلا جى وردهنى نومونه معلوم شوي دي.
دسري لنکا جمهوررئيس مهندا راجا پاکسى ددغه بريد په سختو ټکو کې غندنه کړې ده اؤ دا يې يوه بزدلانه عمل گرځولى دى.
دپنجاب گورنر سلمان تاثير خبريالانو ته ويلي دټولو لوبغاړو وضعيت دخطرې څخه بهر دى خو امپائر سخت ژوبل شوى دى.
همدغه راز دپاکستان جمهوررئيس اصف علي زرداري ، صدراعظم يوسف رضا گيلاني، دکورنيو چارو مشاور رحمان ملک اؤ دپنجاب گورنر هم ددغه پيښې غندنه کړې اؤ ديو شواروز دننه يې دپيښې په هکله راپور غوښتى دى.
په لاهور کې درامينځته شوې دغه ترهه گريزې پيښې څخه وروسته دسري لنکا لوبډله په داسې حال کې بيرته وطن ته ستنه شوې ده چې هوايي ډگر ته دهغوي دبوتللو په مهال کلک امنيتي تدابير نيول شوي وؤ اؤ دقزافي لوبغالي څخه لوبغاړي دهوايي پوځ په يو هيلي کاپټر کې هوايي ډگر ته ورسول شول. چې ددغه ځايې څخه هغوي په ځانگړي الوتکه کې دابوظهبۍ په لاره خپل هيواد ته استول شوي دي.
بل لوري ته ددغه پيښې څخه وروستو دکرکټ نړيوال کونسل پريکړه کړې ده چې دنړيوال کپ ٢٠١١ء لوبې به په پاکستان کې نۀ شي کولى.
دسرچينو له مخې دايي سي سي ځانگړي غونډه په دوبۍ کې ترسره شوه چې پکې پريکړه وشوه د٢٠١١م دنړيوالو مقابلو په پاکستان کې کيدونکې لوبې به اوس په کوم بل هيوادکې کولى شي.
بايد وويل شي چې د٢٠١١م دکرکټ دنړيوال کپ کوربه توب پاکستان ،هنداؤ سري لنکا ته کول وؤ خو دايي سي سي مشر هارون لورگاټ ويلي دي ددغه مقابلو يوه لوبه به هم اوس په پاکستان کې نۀ کيږي.

XS
SM
MD
LG