لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ايي سي سي : پاکستان کې به دکرکټ نړيوالې مسابقې کول گران وي


دپاکستان په لاهور ښار کې دسري لنکا دکرکټ په لوبډلې دبريد څخه وروسته دکرکټ دنړيوال کونسل مشر ډيوډ مورگن ويلي دي په وضعيت کې ديو غوره بدلون راتللو څخه پرته به دکرکټ نړيوالې مسابقې په پاکستان کې کول گران وي.
دبرټانوي خبري شبکې سره په مرکه کې نوموړي ويلي دي زياتو خلکو فکر کولو چې پاکستان کې دکرکټ لوبغاړي نۀ شي په نخښه کيدلى خو دننني بريد له امله په ډاگه شوه چې دغه خبرې غلطې وې.
ډيوډ مورگن زياته کړه په پاکستان کې به ترڅه مودې دنړيوال کرکټ لوبې کول گران وي خو په دې لړ کې څه ويل به دوخت څخه وړاندې وي چې دراتلونکي نړيوال کپ لوبې به په پاکستان کې وشي که نه.
دهغه وينا وه په پاکستان کې دنړيوالو لوبو کولو دپاره ددغه هيواد په وضعيت کې بدلونونو ته اړتيا ده.
نن سحر دلاهور په ليبرټي چوک کې دسري لنکا دکرکټ په لوبډله يو وسله وال بريد کې د٥ؤ پوليسو په گډون ٧ کسان وژل شوي وؤ اؤ ددغه لوبډلې ٦ لوبغاړي ژوبل شوي وؤ.
ددغه پيښې څخه وروسته دسري لنکا لوبډله دپاکستان څخه واپس خپل هيواد ته تللې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG