لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکا دافتخار چوهدري دپځايې کولو هرکلى کړى دى


امريکا دپاکستان د صدراعظم سيد يوسف رضا گيلاني لخوا دجنرال پرويزمشرف دواکمنۍ په مهال لرې کړل شوي دپاکستان دسترې محکمې دمشر قاضي افتخار محمدچوهدري دبياپځايې کونې داعلان هرکلى کړى دى.
دپاکستان اؤ افغانستان دپاره دامريکا دجمهوررئيس ځانگړي استازي رچرډ هالبروک اؤ په اسلام اباد کې دامريکايي سفارت خانې لخوا جاري کړل شوؤ بيلا بيلو بيانونو کې ويلى شوي دي چې دلرې کړل شوي مشر قاضي بياپځايې کول په هيواد کې د سياسي تاؤتريخوالي ختمولو لپاره يوه دهوښيارتيا پريکړه ده اؤ ديوې اوږدې مودې څخه دهواري غوښتونکې دغه ملي تنازعې دله مينځه وړل په پاکستان کې دروغې جوړې لوري ته نيک گام دى.
په بيانونو کې ټينگار شوى دى چې ټول پاکستاني اؤ سياسي گوندونه دې په گډه سره کار اؤ دملگرو هيوادونو په مرسته هيواد کې ډيموکراسي پياوړې کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG