لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کانگرس : افغانستان ته د نورو پوځیانو لېږلو ته دې بیا کتنه وشي


دامريکايي کانگريس ١٥ؤ غړو جمهوررئيس باراک اوباما ته ديو ليک له لارې مشوره ورکړې ده چې افغانستان ته دنورو پوځيانو دليږدولو په پريکړه بيا دسره نظر وکړي اؤ په سيمه کې دې دترهه گرۍ دمخنيوي لپاره جوړجاړي ته لاره هواره کړل شي.
په دغو غړو کې د اوهایو ایالت نه د ډیموکرېټس گوند سېنټر ډینس کوچېنېچ په ښاغلي اوباما غږ کړی چې په افغانستان کې دې د برتانیې او روسیې تجربوته پام وکړي.
تيره اوونۍ په واشنگټن کې موجودو پاکستاني اؤ افغاني چارواکو هم امريکايي انتظاميې ته دجاړجاړي دتگلارې خپلولو مشوره ورکړې وه.
دامريکا دسپينې ماڼۍ سرچينو ددې خبرې تصديق کړى دى چې بلوچستان کې دطالبانو دفعاليتونو په هکله په گڼو لارو غور روان دى چې پکې دجاسوسي الوتکو بريدونه هم شامل دي خو په دې هکله غوڅه پريکړه به دپاکستان اؤ افغانستان په بابله دامريکا دنوؤ تگلارو څخه وروسته کولى شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG