لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزیراعلی رئیساني : ملا عمر بلوچستان کې نه دی


د پاکستان بلوچستان ایالت وزیراعلی محمد اسلم ریساني ویلي دي چې د طالب جنگیالو مشر ملا محمد عمر په بلوچستان کې پټ نه دی.
دا اونۍ دامریکا وتلي ورځپانړې نیویارک ټائمز په خپل یو راپور کې ویلي وؤ چې امريکايي انتظاميه دقبائيلي سيمو څخه وروسته اوس دبلوچستان ځينې سيمو پورې دجاسوسي الوتکو دبريدونو لمن پراخه کول غواړي.
د بلوچستان وزیراعلی محمد اسلم ریساني د جمعې په ورځ خبریالانو ته ویلي د طالب جنگیالو مشر ملا محمد عمر په بلوچستان کې نه په افغانستان کې دی. دامريکا داستخباراتي شبکو ځينې چارواکي دغه خبره مني چې دملاعمر اؤ دهغه دملگرو فعاليتونه په کوئټه اؤ خواؤشا سيمو کې دخطرې تر حده سيوا شوي دي چې دا په راتلونکي کې دامريکايانو لپاره يو گواښ دی.
دامريکا دسپينې ماڼۍ سرچينو ددې خبرې تصديق کړى دى چې بلوچستان کې دطالبانو دفعاليتونو په هکله په گڼو لارو غور روان دى چې پکې دجاسوسي الوتکو بريدونه هم شامل دي خو په دې هکله غوڅه پريکړه به دپاکستان اؤ افغانستان په بابله دامريکا دنوؤ تگلارو څخه وروسته کولى شي.
دجاسوسي الوتکو دبريدونو په لړ کې دپاکستان دريځ په ډاگه دى اؤ وايي دا يو بې گټې گام دى چې دترهگرۍ پر ضد په جنگ بدې اغيزې کوي.
خو امریکا دغه ډول بریدوه گټه ور بلي او وایي د القاعده پرضد یې بریالتوبونه تر لاسه کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG