لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سترې محکمې پنجاب کې دشهباز شريف حکومت بيرته پځايې کړى دى


دپاکستان دسترې محکمې يو پينځه کسيز بينچ دپاکستان مسلم ليگ(ن) د مشرميا شهباز شريف دنۀ وړتيا په هکله دمحکمې په پريکړه دعمل اودرولو امر کړى چې له دې وروسته يو ځل بيا په پنجاب کې دميا شهباز شريف په مشرۍ دمسلم ليگ(ن) اؤ پي پي پي گډ حکومت پځايې شوى دى
دمحکمې له پريکړې سم لاسي وروسته شهباز شريف خبريالانو سره په خبرو کې وويل داولس دښيگړې دپاره به خپلې تگلارې ته دوام ورکوي.
په ١٥مه فرورۍ دسترې محکمې يوې درې کسيزې څانگې دپنجاب وزيراعلي شهباز شريف اؤ دهغه ورور پخوانى صدراعظم ميا نواز شريف دټاکنو لپاره وړ نۀ وؤ بللي چې له دې امله په پنجاب کې دشهباز شريف حکومت له مينځه تللى ؤ اؤ پځايې يې گورنر راج پځايې کړل شوى ؤ.
دمسلم ليگ(ن) مشرانو دسترې محکمې دغه پريکړه ددې دريځ پخپلو سره رد کړې وه چې سترې محکمې دجمهوررئيس په وينا دنواز شريف اؤ شهباز شريف په ضد پريکړه کړې ده.
دسترې محکمې لخوا دامتناعي امر دورکولو څخه يوه ورځ دمخه جمهوررئيس دپنجاب څخه دگورنر راج ختمولو اعلان کړى ؤ اؤ دپنجاب گورنر سلمان تاثير په لومړي اپريل دپنجاب اسمبلۍ غونډه رابللې وه ترڅوداسمبلۍ دپاره نوى مشر وټاکل شي.
خو دسترې محکمې داوسنۍ پريکړې څخه وروسته دايوان نوي مشر ټاکلو ته اړتيا نۀ ده پاتې شوې.
نن دنهې په ورځ دسترې محکمې لخوا داورول شوې پريکړې څخه وروسته دپخواني صدراعظم ميا نواز شريف په ټولټاکنو کې برخې اخستو باندې هم قدغن ختم شوى دى.
په ستره محکمه کې دشريف وروڼو دنۀ وړتيا دپريکړې په هکله دحکومت لخوا دبيا نظر اچونې دخواستونو اوريدنه به سبا د شورو په ورځ هم دوام مومي اؤ ددغه دوسيې غوڅه پريکړه به دپاکستان په سياست کې دشريف وروڼو دراتلونکي تعين کوي.
دپنجاب حکومت دبيرته پځايې کيدلو دپريکړې څخه وروسته دسترې محکمې خواؤشا راغونډو شوؤ دمسلم ليگ(ن) مشرانو اؤ کارمندانو دخپلو مشرانو په پلوۍ شعارونه ورکړل اؤ دغه پريکړه يې وستائيله.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG