لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرال پيټرياس: پاکستان کې پوځي عملیات به اخیري امکان وي


دامريکا پوځي مشر جنرال پيټرياس ديو امريکايي تيليويزيون سره په مرکه کې ویلي امريکا غواړي دپاکستان حکومت سره په گډه کار وکړي خو کۀ کوم څيز دامريکا لپاره گواښ جوړيږي يا امريکا ته دخپلو لوړو هدفونو په هکله خبرترلاسه شو نو دوروستي گام په توگه دپاکستان دننه هم عمليات ترسره کولى شي.
دهغه وينا په دغه هکله دامريکا د انديښنو څخه پاکستاني چارواکي خبر کړل شوي دي.
پوځي مشر زياته کړه دامريکا جمهوررئيس براک اوباما غواړي چې امريکا اؤ پاکستان دې په يو بل کلک باور ولري اؤ ددې لپاره به پاکستان ته نوره مرسته هم کول وي.
هغه وويل اوس پاکستاني مشرانو ته په دې پوهيدل پکار دي چې ترهگري يواځې دنړۍ لپاره نۀ بلکې پخپله دپاکستان لپاره هم يو گواښ دى.
نوموړی ادعا وکړه تير کال په يوه پيښه کې دپاکستاني استخباراتي شبکې ايي ايس ايي اؤ طالبانو ترمينځ يووالى په ډاگه شوى ؤ اؤ دغه لړۍ تر دې مهاله دوام لري.
نوموړي زياته کړه امريکايي پوځ دپاکستان داستخباراتي شبکې دځينو غړو اؤ طالبانو ترمينځ داړيکو په بشپړ ډول ختميدل غواړي.
دامريکايي پوځ مشر گواښ کړى دى چې امريکايي پوځ دوروستۍ لارې په توگه دپاکستان دننه عمليات ترسره کولى شي.
امريکايي تيليويزيوني چينل سره په مرکه کې ښاغلي پيټرياس وويل داوباما انتظاميه دپاکستان اؤ افغانستان په پوله دالقاعده اؤ طالبانو پر ضد دجگړې دتيارۍ لپاره گامونه اخلي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG