لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دسترې محکمې مشر قاضي دسوات دپيښې پخپله خبر واخستو


دپاکستان دسترې محکمې مشر قاضي افتخار محمدچوهدري په سوات کې ١٧ کلنې جينۍ ته دطالبانو لخوا دکوړو ورکولو پخپله خبر اخستى اؤ ددغه پيښې په هکله يې دمحکمې لويه څانگه يا لارجر بينچ جوړ کړى دى.
مشر قاضي امر کړى دى چې په سوات کې جينۍ ته دکوړو ورکولو دوسيه دې ٦م اپريل پورې محکمې ته راوړل شي.
اؤ همدغه رقم يې دصوبه سرحد دپوليسو مشر ، دصوبې ستر سکتر اؤ دکورنيو چارو سکتر يې په ٦م اپريل سترې محکمې ته بللي دي.
بل لوري ته دپاکستان صدراعظم سيد يوسف رضا گيلاني په سوات کې دطالبانو لخوا په کوړو ديوې ميرمنې وهل کيدل غندلي دي اؤ وايي ددغه پيښې پلټنه به کولى شي.
خبريالانو سره دخبرو په مهال صدراعظم گيلاني وويل هيله کوي په سوات کې به امن راشي اؤ دغه رقم پيښې به بيا رامينځته نۀ شي
صدراعظم زياته کړه په هيواد کې دښځو دحقونو لپاره قانون جوړولى شي.
صدراعظم گيلاني وويل دهيواد په کومه برخه کې چې حکومتي واک چيلنج کړل شو هلته به عمليات کولى شي.
دهغه وينا وه پيپلز گوند ته خرابه وضعه دپخواني حکومت څخه په ميراث کې کې پاتې شوې ده خو بيا هم حکومت هڅې کوي چې دامن وضعه ښه کړي اؤ اولس ته دهغوي د مالونو اؤ سرونو تحفظ ورکړي.
صدراعظم وويل ستونزې په طاقت نۀ هواريږي بلکې دحکومت اؤ ادارو په پياوړتيا سره له مينځه ځي

XS
SM
MD
LG