لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سوات :طالبانو سرعام ښځه په کوړو وهلې ده


د صوبه سرحد په ناقراره سيمه سوات کې دتندرويه طالبانو لخوا يوه ميرمن دټولو خلکو په مخکې په کوړو وهل شوې ده.
په کوړو دوهل شوې دغه ميرمنې ويډيو نن ميډيا خپره کړې ده چې پکې دکبل په کالا کلي کې يوه ښځه دلسگونو خلکو په وړاندې پړمخې په يو ميدان کې څملول شوې اؤ په کوړو وهل کيږي
دغه ښځه چې سرې جامې يې په تن دي درد اؤ تکليف له امله چغې وهي اؤ طالبان ورته چابکونه يا کوړې رااچوي.
دپيښې په هکله دطالبانو وياند حاجي مسلم خان مطبوعاتو ویلي دغه کار د سوات طالبانو کړی دی.
دپاکستان دصدراعظم دکورنيو چارو مشاور ښاغلي رحمان ملک ددغه پيښې په سختو ټکو کې غندنه کړې ده اؤدپلټنو امر يې ورکړى.
رحمان ملک نن په لاړکانه کې خبريالانو ته ويلي هغه به معلوموي چې دغه ويډيو حقيقي بڼه لري اؤ که نه؟
همدغه راز دسوات دسيمه ييزو تماسونو افسر يا ډي سي او هم وايي په سيمه کې دامن دترسره شوي تړون څخه راپديخوا داسې کومه پيښه نۀ ده رامينځته شوې اؤ دغه يوه زړه ويډيو ده.
طالبانو له دې وړاندې هم څو څو کرته دغيرشرعي کارونو په تور ښځې دکوټو دننه په بيلا بيلو سزاگانو محکوم کړي خو دا لمړى ځل دى چې يوه ميرمن يې دلسگونو خلکو په مخ کې په ميدان څملولې اؤ کوړې يې ورکړي دي.
په تيرو وختونو کې دسوات په بيلا بيلو سيمو کې ځايې طالبانو په سوونو پښتانه نۀ يواځې دجلا جلا تورونو له امله په عامو سړکونو کې په کوړو وهلي بلکې ديو شمير څخه يې سرونه هم غوڅ کړي اؤ مړي يې ورله په چوکونو يا څلور لارو کې دعبرت لپاره ځوړند کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG