لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بانکي مون : سوات د ښځې په کوړو عمل وهل غندلی دي


دملگرو ملتونو عمومي سکتر بانکي مون وايي په پاکستان کې دطالبانو لخوا ښځې ته په ډاگه دکوړو سزا ورکول دزغملو وړ عمل نۀ دی.
په نيويارک کې مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال بانکي مون ددغه پيښې په سختو ټکو کې غندنه وکړه اؤ وې ويل دغه رقم پيښې به بيخي ونۀ منو.
هغه وويل دپاکستان دسترې محکمې مشر قاضي افتخار محمدچوهدري په سوات کې ښځې ته دکوړو ورکولو دسزا دپيښې دپلټنو امر په ورکولو سره سم گام اخستى دى.
دملگرو ملتونو عمومي سکتر وويل بايد اساسي بشري حقونو ته په ټوله نړۍ کې درناوى ولرل شي اؤ حکومتونه دې ددغه رقم پيښو مخنيوي لپاره سخت گامونه واخلي.
دپيښې په هکله دطالبانو وياند حاجي مسلم خان مطبوعاتو ته ويلي وؤ دغه کار د سوات طالبانو کړی دی.
په تيرو وختونو کې دسوات په بيلا بيلو سيمو کې ځايې طالبانو په سوونو پښتانه نۀ يواځې دجلا جلا تورونو له امله په عامو سړکونو کې په کوړو وهلي بلکې ديو شمير څخه يې سرونه هم غوڅ کړي اؤ مړي يې ورله په چوکونو يا څلور لارو کې دعبرت لپاره ځوړند کړي دي.
دپاکستان دسترې محکمې مشر قاضي افتخار محمدچوهدري په سوات کې ١٧ کلنې جينۍ ته دخلکو په وړاندې ددورو سزا ورکولو دويډيو دخبر اخستو په ترڅ کې ددغه پيښې پلټنو لپاره ٨ کسيز بينچ جوړ کړى اؤ ويلي يې وؤ ښځې ته سرعام دکوړو سزا ورکول دهيواد دقوانينو اؤ بشري حقونو په ضد عمل دى.
دروانې مياشتې په ٣مه نيټه يوه داسې ويډيو مخې راغلې وه چې پکې دسوات ضلعې دکبل سيمې په کالا کلي کې يوه ښځه دلسگونو خلکو په وړاندې پړمخې په يو ميدان کې څملول شوې اؤ په کوړو وهل کيږي
دغه ښځه چې سرې جامې يې په تن دي درد اؤ تکليف له امله چغې وهي اؤ طالبان ورته چابکونه يا کوړې رااچوي.

Keywords: Banki moon, swat, operation, girl,sharia, Taliban, United nations, militants, Paksitan

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG