لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوئټه : دبلوڅ مشرانو له وژنې وروستوقهرژنې مظاهرې


د پاکستان دبلوچستان ايالت دتربت دپيدارک سيمې څخه ددريوؤ بلوڅ مشرانو دمړو موندل کيدلو څخه وروسته په بلوچستان کې داړي گړي پيښو کې یو پوليس وژل شوى اؤ گڼ شمير گاډي سوځول شوي دي.
دبلوچستان دملي غورځنگ دمشر غلام محمد بلوڅ اؤ دوؤ نورو مشرانو شيرمحمد اؤ لاله منير مړي نن سحر دپيدارک سيمې څخه پوليسو ته په داسې حال کې په لاس ورغلي وؤ چې په گولو ويشتل شوي وؤ.
دوژل شوؤ بلوڅ مشرانو دکورنيو غړو تور لگولى چې دغه دريواړه بلوڅ مشران دتيرې جمعې په ورځ دپاکستان استخباراتي شبکو دخپلو کورونو څخه پورته کړي وؤ.
دوژل شوؤ کسانو دمړو موندل کيدلو څخه وروسته دکوئټې په گډون دبلوچستان ايالت په بيلا بيلو برخو کې پاريدلي مظاهره چيان سړکونو ته راووتل اؤ سخت اړى گړى جوړ شو.
په تربت خضدار، اواران،قلات، نوشکي، مشکي اؤ نورو سيمو کې ددغه پيښې په ضد داحتجاج په ډول خلکوکاربنديز يا هړتال کړى دى.
په بلوچستان کې ددغه وژنو په ضد دقهريدلو مظاهره چيانو لخوا درامينځته شوي اړي گړي څخه وروستو دټولې صوبې تعليمي ادارې اؤبانکونه هم تړل شوي اؤ دپوهنتون انتظاميې ، دطالب علمانو ازموئنې ځنډولې دي.
دمظاهرو په مهال پاريدلو مظاهره چيانوگڼ شمير گاډي سوځولي اؤ په خضدار کې دنامعلومو کسانو په ډزو يو پوليس وژل شوى دى.
دبلوچستان په بيلا بيلو سيمو کې دمظاهره چيانو اؤ پوليس ترمينځ دنښتو راپورونه هم ترلاسه شوي.
ويل کيږي پاريدلو مظاهره چيانو ځايې پځايې په سړکونو اورونه بل کړي اؤ ودانيو ته يې هم زيان رسولى دى.
بل لوري ته دبلوچستان ايالتي محکمې دبلوڅ مشرانو دوژنې پخپله خبر اخستى اؤ دتربت دپوليسو سيمه ييز مشر، دکورنيو چارو صوبايي سکتر، دپنجگور دپوليسو مشر اؤ نورو جانبينو ته يې ددغه دوسيې په لړ کې محکمې ته دحاضريدلو امر کړى دى

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:56 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG