لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان : داړي گړي پيښو کې نهه کسان وژل شوي دي


پاکستان په بلوچستان ايالت کې ددريوؤ بلوڅ ملت پاله مشرانو له وژنې وروسته په دريمه ورځ هم اړى گړى روان ؤ اؤ په بيلا بيلو سيمو کې نهه کسان وژل شوي دي.
دکوئټې اسپين کاريز مارگټ سره نزدې د٦ؤ کسانو مړي موندل شوي چې په گولو ويشتل شوي دي.
معلومه شوې ده چې وژل شوي کسان دتيلو اؤ گازو لټولو ديوې کمپنۍ کارکوونکي دي.
دسرچينو وينا ده استخباراتو شبکو ته په تيليفون ددغومړو خبر ترلاسه شو چې له دې وروسته امنيتي شبکې دپيښې ځايې ته ورسيدلې.
بايد وويل شي مارگټ سيمه کې د سکرو درنگونه دي اؤ په دغه سيمه کې دتيلو اؤ گاز لټون هم پيل کړل شوى ؤ.
خو دگوښه کړل شوي بلوڅ لبريشن ارمي په نوم دتنظيم لخوا په سيمه کې دتيلو اؤ گاز دلټون کارکوونکو ټولو کمپنيو ته دسيمې څخه دوتلو گواښ شوى ؤ.
په بلوچستان ايالت کې وروستو له هغې وضعيت کړکيچن شو چې درې ورځې له مخې دتربت دپيدارک سيمې څخه ددريوؤ بلوڅ سياسي مشرانو مړي وموندل شول.
دوژل شوؤ بلوڅ مشرانو دکورنيو غړو تور لگولى چې دغه مشران استخباراتي شبکو لمړى تښتولي اؤ بيا يې وژلي وؤ.
په بلوچستان کې ددغه پيښې په ضد دقهره ډکې احتجاجي مظاهرې پيل شوي اؤ نن دخالي په ورځ ددغه مظاهرو په مهال دگڼو گاډو دسوځول کيدلو ترڅنگ ديو پوليس عسکر په گډون ٣ کسان وژل شوي دي.
دپاکستان پوځ اؤ حکومت دبلوڅ سياسي مشرانو په وژنه کې داستخباراتي شبکو دلاس لرنې تور رد کړى اؤ ويلي يې دي پوځ په بلوچستان کې دجوړجاړي پلوي دى.

Keywords: Baluchistan, Pakistan, nationalists, protests, natural resources, bugti, gawadar

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG