امريکا اؤ ملگرو ملتونو دپاکستان په بلوچستان ايالت کې ددريوؤ بلوڅ مشرانو په وژنه دانديښنې څرگندولو په ترڅ کې ويلي دي دپاکستان حکومت دې ددغو مشرانو دوژنې سم لاسي پلټنې وکړي.
په پاکستان کې دامريکايي سفارت خانې وياند ويلي دي پاکستاني چارواکي بايد دبلوڅ مشرانو وژونکي محکمې ته راکش کړي.
وياند په بلوچستان کې داړي گړي اؤ امنيت دخرابې وضعې له امله هم انديښنې ښودلي اؤ دوضعيت په ښه کولو يې ټينگار کړى دى.
همدغه راز دملگرو ملتونو دعمومي سکتر بانکي مون وياند مشيل مونټاز په يو بيان کې دبلوڅ مشرانو په وژنه دانديښنې څرگندونه کړې ده.
په بيان کې دپاکستان په حکومت ټينگار شوى دى چې ددغه پيښې په سمدستي ډول پلټنې وکړي اؤ دبې درکه کسانو په اړه جوړې شوې څيړنيزې کميټې ته تحفظ ورکړل شي.
بايد وويل شي تيره ورځ دپاکستان دبلوچستان دتربت سيمې څخه ددريوؤ بلوڅ سياسي مشرانو مړي موندل شوي وؤ چې وروستو ددغه وژل شوؤ کسانو کورنيو دپاکستان استخباراتي شبکې ددغه سياسي مشرانو په وژنه تورنې کړې.
خو دپاکستان دصدراعظم دکورنيو چارو مشاور رحمان ملک وايي دبلوڅ قام پرست مشرانو په وژنه کې استخباراتي ادارې نۀ دي ککړې.
په اسلام اباد کې ميډيا سره دخبرو په مهال ښاغلي ملک وويل دغو مشرانو دملگرو ملتونو دتښتول شوي مامور جان سوليکي په راخوشې کولو کې کردار لوبولى ؤ.
رحمان ملک وويل دبلوڅ مشرانو وژنه په صوبه کې دامن وامان وضعيت خرابولو اؤ هيواد کې دبې ثباتۍ هڅه ده.
دهغۀ وينا وه دهيواد بيلا بيلو برخو څخه قانون پځايې کوونکو ادارو د٨ؤ ځانمرگو په گډون ١٤ ترهه گر نيولي دي.
دهغۀ وينا وه دامنيتي وضعې جاج اخستو اؤ ددې ښۀ کولو لپاره دامنيتي گواښونو دجاج اخستنې کميټه جوړه کړل شوې ده.
Keywords: Baluchistan, assembly, militants, Taliban, nationalists, autonomy