لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان کې په څلورمه ورځ  هم وضعيت کړکيچن دی

د بلوڅ سياسي مشرانو دوژنې پر ضد نن داتوارپه څلورمه ورځ هم دبلوچستان ايالت زياترو سيمو کې وضعيت کړکيچن ؤ.
نن دملت پاله گوندونو په غوښتنه په ټول بلوچستان کې دگاډو هړتال ؤ اؤ دکوئټې څخه ايران، سندهـ اؤ پنجاب ته غځيدلې لويې لارې په بيلا بيلو ځائيونو کې تړل شوې وې.
په دغه مهال دپلازمينې په گډون په يو شمير سيمو کې دحکومت په ضد مظاهرې هم شوي دي چې پکې پاريدلو مظاهره چيانو دنادرا دفتر اؤ يو بانک سوځولي دي.
داتوار په ورځ دپوليسو اؤ مظاهرينو ترمينځ دمه په دمه نښتې هم وشوې خو پکې کوم ځاني زيان نۀ دى اوړيدلى.
په جعفر اباد کې دنامعلومو وسله والو لخوا دپوليسو په يوه امنيتي پوسته دبريد له امله يو پوليس عسکر وژل شوى اؤ ٢ نور ژوبل شوي دي.
وسله والو په دغه پوسته د٥ؤ څخه زيات راکټونه داغلي وؤ.
ځينې ازادې سرچينې وايي په دغه پيښه کې ٤ پوليس عسکر وژل شوي خوددغه ادعا په هکله پخلى نۀ دى شوى.
په بلوچستان کې داړي گړي دغه لړۍ هاغه مهال پيل شوې ده چې دتير زيارت په ورځ په تربت کې ددريوؤ ملت پاله بلوڅ مشرانو مړي وموندل شول.
دبلوچستان ايالت ملت پاله سياسي گوندونو اؤ سازمانونو ددغه دريوؤ وژل شوؤ بلوڅ سياسي مشرانو دوژنې پړه دپاکستان په استخباراتي شبکواچولې ده خو دپاکستان حکومت اؤ پوځ وايي په دغه پيښه کې استخباراتي شبکې لاس نۀ لري.

XS
SM
MD
LG