لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سوات :شرعي محکمې واکمنې،په طالبانو دوسلو غورځولو غږ


دصوبه سرحد په سوات سيمه کې دشرعي نظام دپځايې کولو په قانون دجمهوررئيس دلاسليک کولوڅخه وروستو په دغه سيمه کې شرعي محکمو په بشپړ واک سره خپل کار پيل کړى دى.
دسوات په ٦ؤ سيمو بري کوټ،کبل،مټه،خوازه خيله، بحرين اؤ بابوزو کې دغه شرعي محکمو دروان کال دمارچ دمياشتې څخه فعاليت پيل کړى ؤ خو دنظام عدل په قانون دجمهوررئيس لخوا دلاسليک نۀ کيدلو له امله ددغه محکمو دواک لمنه بيخي تنگه وه اؤ زياتره پريکړې به دراضي نامو يا جوړجاړي په اساس کيدلې.
خو دجمهوررئيس لخوا په سوات کې دشرعي نظام عدل په قانون دلاسليک کيدلو څخه وروستو دغه شرعي محکمو ته دپريکړو په هکله بشپړ واک ترلاسه شوى دى اؤ اوس به په دغو محکمو کې دټولو دوسيو پريکړې دشريعت په اساس کولى شي.
دشرعي نظام عدل په قانون دجمهوررئيس دلاسليک څخه وروستو دپاکستان دصدراعظم دکورنيو چارو صلاح کار رحمان ملک دسوات په طالبانو غږ کړى دى چې خپلې وسلې وغورځوي.
دنهې په ورځ داسلام اباد په هوايي ډگر خبريالانو ته نوموړي ويلي دي په سوات کې دشريعت پځايې کولو غوښتنه پوره کړل شوې اؤ اوس دغلته دوسلې راپورته کولو هيڅ دليل نۀ دى پاتې شوى.
هغه وويل وسله والو ډلو ته پکار دي چې په سيمه کې دامنيت دټينگښت لپاره خپلې وسلې وغورځوي اؤ پارلمان دې دهيواد يوه ستره اداره ومني.
بل اړخ ته په سوات کې دغيرفعاله کړل شوي تحريک نفاذ شريعت محمدي مشر مولانا صوفي محمد ويلي دي په سيمه کې دشرعي نظام پر پځايې کيدلو باوري دى.
خبريالانو سره په خبرو کې مولانا صوفي محمد وويل پاکستانى پوځ دهيواد اؤ ملت ساتونکى دى اؤ بشپړ ملاتړ به يې کوؤ.
هغۀ وويل زمونږ ٢٠ کلنو هلو ځلو رنگ راوړى اؤ اوس به دحکومت بشپړ ملاتړ کوؤ.
مولانا صوفي محمد په وسله والو طالبانو غږ وکړو چې وسلې وغورځوي اؤ خپلو هلو ځلو ته دپايې ټکى کيږدي.
دهغۀ وينا وه چې ښځو ته به په سوات کې دهغوي ټول حقونه ورکول کيږي اؤ دوي په پرده کې خپل ژوند کولى شي.
مولانا صوفي محمد وويل دصوبه سرحد حکومت په اسلام اؤ وطن دمئينتوب ثبوت ورکړى اؤ دقام دښيگړې اؤ امنيت دپاره يې کار کړى دى، ځکه نو اوس به هغوي هم دحکومت سره په پراخه مټ مرسته کوي.
نوموړي پخپل زوم اؤ دسوات دطالبانو په مشر مولانا فضل الله غږ وکړو چې هغه په سيمه کې دامن دټينگښت دپاره خپلو ملگرو ته دسوله ييز ژوند دکولو وينا وکړي.
دپاکستان جمهوررئيس اصف علي زرداري په سوات کې دامن په تړون دغه لاسليک په داسې حال کې کړى چې امريکا ، ناټو اؤ يو شمير نورو هيوادونو دحکومت اؤ ځايې تندلارو ترمينځ دامن په شوي تړون دانديښنو څرگندونې کړي اؤ ويلي يې دي ددې سره به تندلاري نور هم پياوړي اؤ تقويه شي.
ځينو څيړونکو په سوات کې دشرعي نظام دپځايې کيدلو څخه وروستو داسې پوښتنې هم راولاړې کړي دي چې دصوبه سرحد په بيلا بيلو منطقو اؤ قبائيلي سيمو کې هم طالبان په پراخه کچ فعاليتونه لري.
کۀ چرې دسوات دتړون په څير دغه طالبان هم پخپلو سيمو کې دشريعت دنفاذ غوښتنه وکړي نو حکومت به دهغوي غوښتنې ته څه ځواب وايي؟
څيړونکي وايي کۀ چرې حکومت دسوات څخه وروستو په باجوړ، مهمند ،خيبر اؤ وزيرستان ايجنسيو، يا هم بنو ، کوهاټ، ډيره اسماعيل خان اؤ داسې نورو سيمو کې دطالبانو دغوښتنې په اساس شرعي نظام پځايې کوي نو په يو هيواد کې به په يو وخت دوه قانونه وجود ولري اؤ دپاکستان اساسي قانون به يوه سواليه نخښه وگرځي.

Recommended

XS
SM
MD
LG