لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پيښور :گورنر دشرعي نظام عدل قانون لاسليک کړو


دصوبه سرحد گورنر اويس احمدغني په سوات کې دطالبانو سره دشوي امن تړون څخه وروستو دشرعي نظام عدل په قانون لاسليک کړى دى.
دپيښور په گورنر هاؤس کې دشرعي نظام عدل په تړون دلاسليک دستورې ته دوينا په مهال اويس احمد غني وويل په سوات کې به دقاضيانو گمارنې کې يو څه وخت مصرفيږي.
نوموړي وويل له دې وروستو به محکمې دشرعي قانون مطابق پريکړې کوي.
دصوبه سرحد په سوات سيمه کې دځايې طالبانو په غوښتنه شرعي نظام په داسې حال کې پځايې کړل شوى چې دامريکا دکورنيو چارو دوزارت وياند خبريالانو ته ويلي په سوات کې طالبانو سره دامن ترسره شوى تړون دجمهوري اؤبشري حقونو څخه سرغړونه ده.
همدغه رازدامريکايي کارپوهانو ډلې اسټريټ فور هم دغه تړون ته دپاکستان دحکومت له لوري دطالبانو په وړاندې دتسليميدلواؤ دعسکري کمزورۍ نوم ورکړى دى.
خو دپاکستان حکومت دريځ لري چې دهيواد په اساسي قانون کې ددغه رقم شرعي محکمو جوړيدلواجازه شته.

XS
SM
MD
LG